Accessibility links

Breaking News

امریکا د کوستریکو د کوکاین پر قاچاقبرانو بندیزونه ولګول


د کورستریکو هیواد امریکا ته د جرمي ډلو دپاره چې د کوکاین په قاچاق کې لاس لري، په یوې مهمې لارې بدله شوی دی.

د امریکا د مخدره موادو د تنفیذ د ادارې له مخې، کوکاین په امریکا کې عامو خلکو ته اوس هم یو جدي ګواښ پیښوي او په تیرو ۱۲ میاشتو ( د اکټوبر تر پایه موده) کې د ۲۲۰۰۰ زرو کسانو چې ددې موادو نه یې د حد نه زیاته استفاده کړې وه، د مړینې سبب ګرځیدلي.

ددغه مصیبت څخه د امریکایانو د ژغورلو په موخه، د امریکا د مالیې د وزارت د بهرنیوو شتمنیوو د کنټرول مرکز یا ( او اف اې سي) د کوستریکو څلور اتباع او په کوستریکو کې میشت دوه سازمانونه د مخدره مواد د قاچاق او د پیسو د وینځلو په تور تحریم کړي دي.

د امریکا د مالیې وزارت د ترهګرۍ مالي استخباراتو د برخې مرستیال جان هرلي داسې وویل « د مخدره موادو د قاچاق ډلې د امریکایانو په مینځ کې زهر پاشي او زمونږ ټولنې د کوکاینو د قاچاق سره له زیات د ګواښ سره مخامخ کوي، اکثرا دغه کوکین د فینټنال سره ګډ وي او امریکا ته قاچاق کېږي.»

په کوستریکو کې د تشدد کچه مخ پر زیاتیدو ده او اساسا په کښي جرمي سازمانونه ښکېلې دي چې د مخدره موادو د قاچاق پر لارو د یوه بل سره سیالي کوي.

د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې د کوستریکو ولسمشر رادریګو شاویز روبیلز ددغه هیواد په اساسي قانون کې یو تعدیل لاس لیک کړ چې په لړ کې یې د کوستریکو هغه وګړي استردادېږي چې د مخدره موادو به قاچاق او ترهګرۍ کې لاس لري. په دې کې دوه هغه کسان هم شامل دي چې د امریکا د مالیې د وزارت د بهرنیوو شتمنیوو د کنټرول د مرکز له خوا په دې ورستیو کې پرې تحریمونه ولګول شول. دغه کسان سیلسو منیول ګمبوا سنچیز یا ګمبوا او ادوین دني لوپیز ویګا یا لوپیز په کې شامل دي.

د روان کال د جون په میاشت کې د کوستریکو پولیسو ګمبوا او لوپیز د مخدره موادو د قاچاق په تور ونیول او امریکا ته یې د امریکا د غوښتنې وروسته استرداد کړل.

د کوستریکو د عامه امنیت د پخواني مرستیال وزیر په توګه ګمبوا د حکومت دننه د خپلې پراخه شبکې څخه کار اخیستی چې په لړ کې یې د مخدره موادو پر ضد د روانو تحقیقاتو معلومات ترلاسه کړي.

وروسته به هغه دغه معلومات پر هغو کسانو خرڅول چې تحقیقات به پرې کېدل. ګمبوا په کوستریکو کې د امریکا د مالیې د وزارت د شتمنیوو د کنټرول د ادارې له خوا د تحریم شویو نورو قاچاقبرانو سره هم کار کړی دی. په دغو قاچاقبرانو کې بل، الجندرو انتونیو جیمس ویلسن یا جیمس، الجندرو اریاس مونګې یا آریس او اوس نیول شوی لوپز شامل دي.

ګمبوا دغه راز په کوستریکو کې خپل د مخدره موادو د قاچاق عاید په دغه هیواد کې د میشتو کمپنیو له لارې پرېولي چې ددغو کمپنیوو له ډلې دوې یې د (او اف اې سي) ادارې له خوا تحریم شوي دي. دغې ادارې (بوفیتې سیلسو ګمبوا اسوشیادا) او (لیمون لیمون بلک ستار اف سي) چې د فوټبال یو کلب دی نومېږي.

ګمبوا، حیمس آریاس او لوپز باندې د او اف اې سي له خوا په دې خاطر چې په هغو فعالیتونو کې یې یا برخه اخیستې یا یې د برخې اخیستنې هڅه کړې چې په لړ کې د مخدره موادو د قاچاق په پراخیدو او ددغو موادو د تولید په اسبابو کې ونډه ادا کړې ده، بندیزونه لګول شوي دي.

پر بوفیتي او لیمون باندې په دې خاطر بندیزونه لګول شوي دي چې د ګمبوا په هدایت یا د هغه په استاځیتوب یې مستیقا یا غیر مستقما فعالیت کړی دی.

د امریکا د مالیې د وزارت مرستیال داسې وویل « دغه تحریمونه امریکا ته په قاچاق کې ښکېلې کلیدي ډلې په نښه کوي . د امریکا د خزانې ورزات به امریکا د قانون د تنفیذ د قواوو او زمونږ د کوستریکو د متحدینو سره په همغږۍ خپل کار ته ادامه ورکړي چې د ټولو هغو موجوده وسایلو څخه ګټه پورته کړي چې د مخدره موادو د قاچاق د سازمانونو کار مختل کړي چې د امریکایانو مصونیت ته یې ګواښ پیښ کړی دی.»

XS
SM
MD
LG