د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اکس پر پاڼې په یوه پوسټ کې داسې وویل « د جرمونو نړیواله محکمه یا آی سي سي د ملي خپلواکیوو په پام کې نه نیولو ته ادامه ورکوي او د قانون څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي چې امریکايي او اسرایلي اتباع وڅیړي، ګرفتاره یې کړي، به بند کې یې وساتي او محاکمه یې کړي. زه د آی سي سي پر څلورو نورو چارواکو اضافي بندیز لګوم.»
د امریکا د باندنیو چارو وزیر دوه قاضیان او دوه د څارنوالانو مرستیالان چې د آی سي سي په هغو هڅو کې دخیل وو چې په لړ کې یې د وګړو د هیوادونو د توافق پرته ددوي څخه تحقیق کیدی، نیول کیدل، په بند کې ساتل کېدل او محاکمه کیدل، تحریم کړل. په دغو کسانو کې قاضي کمبرلي پروست، قاضي نیکولاس ین ګیلو، او مرستیال څارنوال نزهت شمیم خان او مرستیال څارنواول مامې مندیا نیانګ شامل دي.
پر پروست باندې ځکه بندیزونه لګول کېږي چې په افغانستان کې یې د امریکا د پرسونل پرضد د آی سي سي د تحقیقاتو اجازه ورکړې ده. پر ګیلو باندې ځکه بندیزونه لګول کېږي چې د اسرایلو د لومړي وزیر بنیامین نیتانیاهو او ددغه هیواد د پخواني ددفاع وزیر یوو ګلنټ پرضد یې د آی سي سي د نیولو امر منظور کړی دی.
مرستیال څارنوالان شمیم خان او نیانګ د اسرایلو پرضد د غیر مشروع اقدماتو په خاطر تحریم کېږي چې په کښې د آی سي سي د څارنوالانو د دفتر د مسولیت اخیستلو راهیسې د ګرفتیاریوو د هغو امرونو د رعایت مسله هم شامل ده چې په لړ کې یې د اسرایلو لومړی وزیر بنیامین نیتانیاهو او ددغه هیواد بخوانی ددفاع وزیر ګلینټ په نښه کېدل.
ددغو بندیزونو په لړ کې په امریکا او د امریکا مربوطو سیمو کې ددغو تحریم شویوو کسانو ټولې دارایۍ او منافع تور لست ته لوېږي او امریکايي وګړي ددې څخه منع کېږي چې ددغو کسانو سره په تجارتي معاملو کې ښکیل شي.
د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوې بیانیې کې داسې وویل « د امریکا متحده ایالات د آی سي سي د سیاسي کیدو او د قدرت څخه د ناوړې ګټې اخیستو د اصل سره په خپل مخالفت کې واضح او ژمن دریځ څرګند کړی دی.دغې محکمې د امریکا ملي خپلواکي د پامه غورځولې او په غیر مشروع ډول یې خپل د قضايي صلاحت څخه سرغړونه کړې ده.»
ښاغلي روبیو وویل چې دغه محکمه د « د امریکا ملي امنیت ته یو ګواښ دی او د امریکا او د امریکا د نږدې متحد اسرایلو پرضد د یوې وسیلې په توګه کارول شوې ده.»
دا اوس هم د امریکا د حکومت پالیسي ده چې د آی سي سي «د غیر مشروع او بې اساسه اقداماتو» په مقابل کې خپل د قواوو، خپلواکۍ او د متحدینو د ژغورلو په موخه په هر ډول لازمي اقدماتو لاس پوري کړي.
هغه د «هغو هیوادونو څخه چې د آی سي سي څخه ملاتړ کوي په داسې صورت کې چې د زیات شمیر آزادۍ یې د امریکا د سترو قربانیوو په نتیجه کې ترلاسه شوي دي، وغوښتل چې ددغه فاسد سازمان د غوښتونو په مقابل کې مقاومت وکړي.»
د امریکا د باندنیو چارو وزیر داسې وویل « مونږ به په دوامداره توګه د امریکایانو او اسرایلیانو پرضد د آی سي سي د معنوي فساد او بې اساسه قانوني اقدماتو په بدل کې دغه سازمان مسول او حساب ورکونکی وګڼو.»