د کانګو د جمهوریت په ختیځ کې تشدد په انديښمن کونکي ډول زیات شوی دی.په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرستې دایمي استاځې میرمن دروتي شې داسې وویل « دغه بریدونو د روندا او کانګو ترمنځ د سولې د دوه اړخیزې موافقې او د کانګو د مارچ د ۲۳ مې تحریک د اصولو د روحیې سره په ټکر دي.»
میرمن شې زیاته کړه « اجازه راکړی چې واضیح خبرې وکړم. د ملکیانو پرضد د روتشورو په سیمه او نورو سیمو کې د روندا په ملاتړ د ام۲۳ ډلې له خوا وژنې زړه بوږنونکي دي او د امریکا متحده ایالات یې په تر ټولو کلکو الفاظو غندو. پردې علاوه د امریکا د حکومت معلومات دا تاییدوي چې د روندا د دفاعي ځواکونو په ملاتړ د ام ۲۳ ډلې د اګست د ۸ مې نېټې راهیسې د کانګو د ځواکونو سره د ملومبا او جنوبي کیو په ولایت کې جګړې کړي دي.»
دغه راز امریکا د هغو ریپوټونو په هکله هم په ژوره توګه انديښمنه ده چې وايي د کانګو د پوځ په ملاتړ وسله والو ډلو د جنوبي او شمالي کیوو په ولایتونو کې د ملکیانو پرضد بریدونه کړي دي.
میرمن شې داسې وویل «د عیسویانو پرضد د کانګو د داعش د ډلې وروستي زړه بوږنونکي بریدونو په ختیځې کانګو کې پراخه بې ثباتي رامنځ ته کړې ده.»
هغې زیاته کړه « د امریکا متحده ایالات د کانګو او رواندا څخه پشپړه توقع لري چې د خصومتونو د درولو په موخه خپل ملکفیتونه پرځای کړي او خپل جنجالونه د نظارت د مشورتي کمیټې له لارې چې د جون د ۲۷ مې نېټې د سولې د تړون سره سم ایجاد شوه، د سوله ایزو لارو نه حل کړي.»
د امریکا متحده ایالات دغه راز د کانګو او ام ۲۳ ډلې څخه تمه لري چې د دوهې د اعلامیې د اصولو سره سم چې امضا کړې یې ده او دواړو خواوو دایمي اوربند ته په کښي هوډ څرګند کړی دی، عمل وکړي.
میرمن شې داسې وویل« د امریکا متحده ایالات به سولې ته خنډ جوړونکي مسول وګڼي او د امنیت د شورا پر نورو غړو هم غږ کوي چې ورته دریځ غوره کړي.»
هغې وویل « مونږ په دې برخه کې د اګست پر ۱۲ مې نېټې باندې لومړی اقدام دمخه لا ترسره کړی دی کله چې د امریکا متحده ایالاتو پر څلورو هغو سازمانونو باندې بندیزونه ولګول چې د کانګو په ختیځ کې د شخړو سره د تړلو منرالونو په تولید او تجارت کې دخیل وو.»
د امریکا متحده ایالات د کانګو څخه غواړي چې د چمتوالي مرحله سمدستي پلي کړي او د جون د ۲۷ نېټې د سولې د تړون مهال ویش رعایت کړي چې په کښې د کانګو څخه د روندايي ځواکونو د وتلو مسله شامله ده.
د سیمه ایز اقتصادي اتصال د چوکاټ تطبیق د سولې د پروسې په اساس د دخېلو ډلو مسئولیتونو په ژمنتیا پورې تړلی دی. متحده ایالتونه چمتوی دی چې د پانګونې له لارې د دغو هڅو ملا وتړي چې هم متحدو ایالتونو او هم د سیمې خلکو ته ګټه ورسوي. خو، د دغو فرصتونو د درک لپاره باید د سیمې اداري کنترول د کانګو دموکراتیک جمهوریت حکومت ته، د یو داسې جوړښت له لارې انتقال شي، چې د سیمې د خلکو نماینده وي.
سفیرې شې داسې وویل: «په جنوبي او شمالي کیو کې د کړکیچ حل کول د کانګو دموکراتیک جمهوریت ختیځ کې د سولې د پرمختګ لپاره لومړی ضروری اقدام دی.» «له همدې کبله، موږ ټول باید د کانګو دموکراتیک جمهوریت-داعش، وسله والو ډلو او نورو بې ثباته کوونکو ډلو سره د هغوی د سرغړونکو اقداماتو له کبله حساب او کتاب وکړو او ټېنګار کوو چې ټولې دخېلې غاړې باید خپلو مسئولیتونو او ژمنو ته درناوی وکړي.»