Accessibility links

Breaking News

د ۲۰۲۵ کال د کارګر ورځ

په متحدو ایالتونو کې د سپتمبر لومړۍ نېټه د کارګرو د ورځې په توګه نمانځل کېږي. دا ورځ هرکال نمانځل کېږي څو د یوې ازادې او ښیرازې ټولنې په جوړولو کې د امریکایي کارګرو د ونډې اخیستلو درناوی وشي.

د استعمارګرو د ځای په ځای کېدو له لومړیو ورځو څخه راهېسې متحدو ایالتونو له هغو خلکو سره د ښه ژوند ژمنه کړې چې سخت کار کول غواړي.

امریکایي سیاستوال بینیامین فرانکلین وایي چې هېوادوال یې له «پردي سړي څخه نه پوښتي چې هغه څوک دی؟ بلکې پوښتنه کوي چې هغه څه کولای شي؟»

له ۱۹۶۷ کال څخه راهېسې میلیونونه امریکایان په قانوني‌ توګه متحدو ایالتونو ته مهاجر شوي. دلته د اکثریت دغو کډوالو لپاره د ژوند لومړي کلونه له سختیو او بې وزلیو څخه ډک وو.

په جیمزټاون کې د انګلنډ د مېشتو خلکو دوه په درېیمه برخه په لومړي کال کې مړه شول. ډېر چینایي کارګر د نویدا په غرونو کې د لومړي ملي بین القاره يي اورګاډي د پټلۍ د جوړولو په مهال مړه شول.

په ۱۸۹۰ کالونو کې ایټالویان، ایرلنډیان، یهودیان او نور کډوال د نیویارک ښار د ټوکر جوړولو په فابریکې کار ګمارل شوي وو، د ورځې لس ساعته به یې کار کاوه چې ډېر کله به د خپل کار په ځای کې ویده وو.

تور پوستي امریکایان چې د خپلې خوښې خلاف متحدو ایالتونو ته راوستل شوي وو، غلامي یې ګاللې ده. هسپانوي او اسیايي الاصله وګړي د لسیزو لپاره د دندو د موندلو په برخو کې له توپیري چلند او تعصیب سره مخامخ وو.

خو د دومره کړاوونو سره سره په متحدو ایالتو کې سختو کارونو او هلو ځلو مهاجرو ته نتیجه ورکړه. د ازاد مارکیټ څخه په ګټې اخیستو سره، ځینې کډوال کارګر بریالي متشبثین او پانګوال شول.

د یو بې وزله سکاتلنډي کډوال زوی اندریو کارنیګي د خپلې کورنۍ د حمایت لپاره د روزۍ ګټونکي و. دی بیا وروسته د متحدو ایالتونو د اوسپنې په صنعت کې مخکښ پانګوال شو او د خپلې شتمنۍ لویه برخه یې ساینسي، تعلیمي او بشري سازمانونو ته وبخښله.

یهودی کډوال سامیول ګولډفیش،‌ چې وروسته یې خپل نوم ګولډوین ته واړوه، د امریکا د فلمي صنعت یو بنسټګر شو. ایګور سیکوریسکي په ۱۹۱۹ کال له روسیې څخه متحدو ایالتونو ته د یو مفلس کډوال په توګه ورسېده. ده په ۲۰ کلونو کې د اقیانوسونو ترمنځ تجارتي پروازونه پيل کړل او د نړۍ لومړۍ څرخي الوتکې یې تولید کړي.

سخت کار کوونکي او متشبث خلک یوازې د امریکا لپاره نه بلکه ، په هر ځای کې پیدا کېږي، خو متحده ایالتونه یوه ګټه او ښه والی لري چې نور یې نه لري- د قانون حاکمیت او ازاد تشبث.

بینیامین فرانکلین ۲۰۰ کاله مخکې ویلي‌وو: «د حکومت هڅونې... فقط د ښو قوانینو او ازادۍ څخه سرچېنه اخلي. خلص دا چې امریکا د کارګرانو ځمکه ده.»

هماغسې چې ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۲۰ کال د کارګر د نړیوالې ورځې په اړه وویل: «د کارګرو په ورځ، ‌موږ د کارګرو د نسلونو نسلونو څخه مننه کوو، چې د تر ټولو لوي اقتصاد په رغولو کې یې چې تر دې دمه نړۍ لیدلی، مرسته کړې ده... موږ به په ګډه خپل عظمت ته د متحدو ایالتونو بیا ستنول جاري ساتو. »

XS
SM
MD
LG