Accessibility links

Breaking News

د نشه يي توکو د ترهګرو په وړاندې مبارزې کې د اکوادور سره مرسته


مارکو روبیو، وزیر خارجۀ ایالات متحدۀ امریکا.
مارکو روبیو، وزیر خارجۀ ایالات متحدۀ امریکا.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه مارکو روبیو اکوادور ته په خپل لومړي سفر کې د نشه يي توکو د ترهګرو د ګواښونو په عوج کې د امنیت په اړتیا تمرکز وکړ.

روبیو وویل: «له ثبات پرته اقتصادي ښیرازي نه شی لرلای او له امنیت پرته ثبات لرلای نه شی.» « له امنیت پرته دا تقریبآ نا ممکن دی چې تاسو بهرنۍ پانګونه خپل هېواد جذبه کړی.»

وزیر روبیو خبرداری ورکړ: «اکوادور له لوی بهرنيو تهدیدونو سره مخامخ دی.» «دا د نشه يي توکو ترهګر سازمانونه دي چې په سیمه کې فعالیت کوي او اکوادور د ترانزیتي سیمې په توګه کاروي. هغوی سره باید مقابله وشي او هغوی ورسره مقابله کوي. دا اداره او دا حکومت ورسره داسې مقابله کوي چې تر دې مخکې هېڅ یوې بلې ادارې هم داسې مقابله نه وه کړې او موږ غواړو مرسته وکړو.»

متحدو ایالتونو یې په ځواب کې دوې هغه ډلې چې د اکوادور په قلمرو کې فعالیت کوي، د ترهګرو سازمانونو په توګه وپېژندلې. روبیو وویل چې یوه ډله یې لوس لوبوس او بله یې لوس چونیروس دي :«موږ هغوی د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په توګه وپېژندلې، او دا متحدو ایالتونو ته ټول هغه انتخابونه په لاس ورکوي چې په اینده کې د اکوادور له حکومت سره کار وکړي چې دا ډلې ختمې کړي.»

متحده ایالتونه به له اکوادور سره ۱۳.۵ میلیون ډالر مرسته کوي، چې د خپلو خلکو د حفاظت او د نشه يي توکو د ترهګرو او جرم سره یې د مبارزې وړتیا زیاته شي. همدغه راز شپږ میلیون نور به په اکوادور کې د سمندري ځواک په برخې کې په بې پيلوټه هوايي وسائیلو ولګول شي، دا به یې د سیمې په حال خبروي او د نشه يي توکو د ترهګرو د تعقیب لپاره به روته لا ښه فرصت برابروي.

وزیر مارکو روبیو وویل چې متحده ایالتونه غواړي له اکوادور سره خپل روابط د نشه يي توکو د ترهګرو په وړاندې تر مبارزې وراخوا هم پراخ کړي.

«موږ غواړو چې (اړیکې) لا زیاتې شي؛ غواړو چې موجود او ښه اقتصادي روابط نور هم ورغوو. موږ هیله لرو چې په راتلونکو څو اونیو کې توافق ته ورسېږو. موږ اوس تجارتي تړون ته نژدې یو چې فکر کوو زموږ د دواړو اقتصادونو ته به ډېر ګټور وي.»

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اکوادور ولسمشره ډانیال نوبوا وستایI چې د نشه يي توکو د ترهګرو سره او د هغوی له لوري امنیت ته د ورپېښو ګواښونو سره مبارزه کول غواړي. هغه وویل: «موږ چې کله یو څوک ګورو چې لوی خطر زغمي او درېږي... موږ به ۱۰۰سلنه مرستندوی یو. همدا زما د سفر علت دی... او همدا علت دD چې موږ ولې باید له دغه حکومت سره نژدې کار وکړو چې خپلې مشترکې ګډې ترلاسه کړو چې هم متحدو ایالتونو او هم د اکوادورو عالي خلکو ته ګټه رسوي.»

XS
SM
MD
LG