ولسمشر ټرمپ په خپلې نوې اعلان شوې تګلارې کې داسې یو پلان ځای په ځای کړی چې ډاډ ترلاسه شي امریکا د راتلونکو لسیزو لپاره د نړۍ تر ټولو غښتلی، شتمن، ځواکمن او بریالی هېواد وي. دا تګلاره یو واقعیبینانه پلان دی چې د اهدافو او وسائیلو ترمنځ مهم روابط تشریح کوي. تګلاره په یوې دقېقې ارزونې پیل کېږي چې څه ته اړتیا ده او کوم وسائیل موجود دي، او په واقعي ډول څه کېدای شي چې د توقع وړ پایلې ترلاسه شي.
ولسمشر ټرمپ په ګوته کړه چې هېڅ یو هېواد، سیمه، مسئله او هدف -نه ارزي- د امریکايي تګلارې تمرکز نه شي کېدای. په حقیقت کې د بهرنۍ تګلارې هدف د عمده ملي ګټو ساتنه ده او همدا د تګلارې یوازینی تمرکز دی.
له همدې کبله متحده ایالتونه غواړي ډاډه شي چې لویدیځه نیمه کره په کافي اندازه ثابته او په ښه شکل سره مدیریت کېږي چې متحدو ایالتونو ته د ډله ایز مهاجرت مخه ونیسي او ویې نه هڅوي. متحده ایالتونه غواړي چې د نیمې کرې دولتونه یې د نشه يي توکو-د ترهګرو، ډلو او نورو نړیوالو جنايي سازمانونو په ضد همکاري وکړي. په بله وینا، متحده ایالتونه به د مونرو دوکترین په اړه د «ټرمپ پایله» تائید او پلې کړي.
متحده ایالتونه غواړي هغه ثابت زیانونه چې بهرنیو لوبغاړو د امریکا اقتصاد ته رسولي، ودروي او یا یې معکوس کړي، او په همدې وخت کې هند-پاسفیک ازاد او ارام وساتي، په ټولو عمده سمندري لارو کې تګ راتګ خوندي کړي او د اکمالاتو اعتمادي لارې تامین او حیاتي موادو ته لاسرسی محفوظ کړي.
متحده ایالتونه د اروپا د ازادۍ او امنیت د خوندیتوب لپاره د خپلو متحدینو د حمایت په لټه کې دی او په همدې حال کې په ځان د اروپا تمدني اعتماد او لویدیځ هویت بیا راژوندی کوي.
متحده ایالتونه په منځني ختیځ کې، په تیلو یې، ګازو او د لارو د انسداد په ځایونو کې، چې دا سرچېنې پرې تګ راتګ کوي، د دښمن ځواک د مخنیوي په لټه کې دی، او په عین وخت کې د «هغو دوامدارو جګړو» څخه ډډه کوي چې متحده ایالتونه یې په لوی قیمت سره په دغې سیمې کې ښکېل کړی دی.
متحده ایالتونه همدغه راز غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې تکنالوژي او معیارونه یې- په خاص ډول مصنوعي ځېرکتیا، بایوتکنالوژي او کوانتومي محاسبات یې- نړۍ مخ په وړاندې بیايي.
ولسمشر ټرمپ وویل چې دا د متحدو ایالتونو عمده او حیاتي ملي ګټې دي. «په داسې حال کې چې نورې ګټې هم لرو، خو دا تر نورو لوړې ګټې دي چې موږ باید پرې تمرکز وکړو او له پامه غورځول او په اړه یې غفلت کول زموږ په زیان دي.»