د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت په ستراتیژۍ کې د کډوالو ډله ایز راتګ ختمول یو لومړیتوب دی. هغه وویل: "دا چې یو هیواد چا ته خپلو پولو ته څومره او له کوم ځای څخه د ننوتلو اجازه ورکوي، یقنآ د هغه هیواد راتلونکی به ټاکي."
د امریکا په ستراتیژۍ کې راغلي چې متحده ایالتونه باید هیواد له تیري څخه خوندي کړي، "نه یوازې د نه کنټرول شوي کډوالۍ څخه، بلکې د پولې ورهاخوا لکه تروریزم، مخدره توکو، جاسوسۍ او انساني قاچاق ګواښونو څخه هم."
د امریکا د ستراتیژۍ یو بل لومړیتوب "امریکایی وګړو ته د خدای لخوا د ورکړل شوي طبیعي حقونو ډاډمن کول دي." حکومت ته باید هیڅکله اجازه ورنکړل شي چې دا حقونه تر پښو لاندې کړي.
ولسمشر وویل: "د هغو هېوادونو لپاره چې دا ډول اصول لري یا وايي چې دا ډول اصول لري، متحده ایالتونه به په کلکه [د دې اصولو] په کتبي او روحاني توګه ملاتړ وکړي." "موږ به په اروپا، انګلیسي ژبې نړۍ او په پاتې ډیموکراتیکه نړۍ کې، په ځانګړې توګه زموږ د متحدینو په منځ کې، د بنسټیزو ازادیو په اړه د ډیموکراسۍ ضد، د اشرافو په مشرۍ د محدودیتونو مخالفت وکړو."
د امریکا ستراتیژي په کلکه دا تاییدوي چې د متحدو ایالتونو له خوا د ټول نړیوال نظم د ملاتړ ورځې پای ته رسیدلي دي. ولسمشر ټرمپ د هاګ ژمنې سره یو نوی نړیوال معیار ټاکلی دی، د ناټو هیوادونه یې ژمن کړي دي چې د خپل ناخالص کورني تولید پنځه سلنه په دفاع کې مصرف کړي، او زموږ د ناټو متحدینو دا تایید کړې او اوس باید د هغې سره سم عمل وکړي.
د امریکا د ستراتیژۍ یو بل لومړیتوب د سولې له لارې بدلون دی.
د ولسمشر په امر د سولې د تړونونو د ترلاسه کولو لپاره هڅه، حتی په هغو سیمو او هیوادونو کې چې د متحدو ایالتونو د اصلي او سمدستي ګټو په څنډه کې دي، د ثبات د زیاتولو، د امریکا د نړیوال نفوذ د پیاوړتیا، د هیوادونو او سیمو د خپلو ګټو سره د بیا یوځای کولو، او د نویو بازارونو د پرانیستلو لپاره یوه اغیزمنه لاره ده. اړین سرچینې د ولسمشرۍ په ډیپلوماسۍ کې خلاصه شوي دي. ګټې - د اوږدې مودې شخړو پای ته رسول، د ژوند ژغورل، د نوي ملګرو جوړول - کولی شي د وخت او پاملرنې نسبتا کوچني لګښتونو څخه ډیر شي.
اقتصادي امنیت د امریکا د ملي امنیت لپاره اړین دی. پدې کې د امریکا د سوداګریزو اړیکو بیا انډول شامل دي. په ستراتیژۍ کې ویل شوي چې متحده ایالتونه به د خپلو سوداګریزو اړیکو بیا توازن ته لومړیتوب ورکړي، د سوداګرۍ کسر به کم کړي، د امریکا د صادراتو په وړاندې خنډونه سره به مخالفت وکړي، او د ډمپینګ [په بهرني بازارونو کې له داخلي بازار څخه په ټيټه بیه حتا په نقص د مال پلورل] او نورو سیالي ضد کړنې پای ته ورسوي چې امریکایي صنعتونو او کارګرانو ته زیان رسوي. متحده ایالتونه د هغو هیوادونو سره عادلانه او متقابل سوداګریزې معاملې غواړي چې زموږ سره د متقابلې ګټې او د درناوي پر بنسټ سوداګري وکړي. خو د متحدو ایالتونو لومړیتوبونه باید امریکایی کارګران، امریکایی صنعت او د امریکا ملي امنیت دی او وي به.
په نورو لومړیتوبونو کې د متحدو ایالتونو بیا صنعتي کول شامل دي، چې د امریکا د مالي سکتور د تسلط ساتلو او زیاتولو په شمول د امریکا د دفاعي صنعتي اساس بیا ژوندي کول؛ په
تیلو، ګازو، ډبرو سکرو او اټومي انرژۍ کې د امریکا د انرژۍ تسلط بیرته راګرځول؛ د انرژۍ د مهمو برخو بیا رغونه ده؛
ولسمشر ټرمپ وویل، "په هر اصل او عمل کې چې موږ یې کوو، امریکا او امریکایان باید تل لومړیتوب ولري."