د ټولو وکړو له ګډون پرته هیڅ دموکراسي بشپړه نه ده. له همدې امله، هغه دولتونه چې غواړي خپله دموکراسي پیاوړې کړي باید هڅه وکړي چې د هرچا لپاره فرصت تضمین شي - او پدې کې باید د ښځو او نجونو د ګډون پرمختګ شامل وي. پدې خاطر چې نن، انټرنیټ په پراخه کچه هڅو کې د ګډون یوه مهمه وسیله ده، هغه کسان چې د جنسیت برابرۍ لپاره کار کوي باید د نجونو او ښځو د په نښه کولو د آنلاین ځورونې او ناوړه ګټه اخیستنې ستونزې حل کړي.
د جنسیت پر بنسټ آنلاین ځورونه د تکنالوژۍ له لارې یوه هدفي سرغړونه ده چې په اکثرو قضیو کې د ښځې، همجنسبازان او د جنسیتي تمایلاتو نورې ټولنې یا (LGBTQI) د جنسیت په بنسټ په نښه کوي. دا د ښځو او نجونو د وړتیا په وړاندې یو لوی خنډ دی چې د هغوی د پوره وړتیا د ترلاسه کولو مخنیوی کوي.
دا د مختلفو اعمالو مجموعه ده، لکه ناوړه جنسي یا ناغوښتل شوي جنسي تبصرې، ګواښونه، سایبري برید کول، د هغوی د محرمو پیغامونو او عکسونو ناوړه شریکول، حتی سایبري ځورونه چې د ټولنیزو رسنیو او تکنالوژۍ په چوکاټ کې پراخه یا فعالیږي. دا کړنې پدې نیت ترسره کیږي چې ښځې او نجونې کنټرول کړي، برید پرې وکړي، ناهیلې یې کړي او په عامه ژوند کې یې ګډون راکم کړي. د دغو بریدونو اصلي هدفونه سیاستوالې ښځې، فعالان او ژورنالیستان دي.
آنلاین ځورونې او ناوړه ګټه اخیستنه د انټرنیټ د پیل د وخت راهیسې کیږي. د دوی ریښي په جنسیتي توپیرونو کې دي او د وخت په تیریدو سره یې وده کړې، نویو او رامینځته شويو تکنالوژیو ورته زمینه برابره کړې. او دا د ښځو د پرمختګ په وړاندې یو جدي ګواښ دی، ځکه چې دا د هغوی په اهدافو باندې سخت تاثیر لري. دا په سیاسي، عامه او شخصي ژوند کې د ښځو او نجونو د بشپړ او معنی لرونکي ګډون په وړاندې خنډ رامنځته کوي، او کیدای شي د ځان د سانسور کولو او حتی په بشپړ ډول د ګوښه کیدو سبب شي.
د امریکا په وروستۍ سرمشریزې کې، د کاناډا او چیلي حکومتونو ژمنه وکړه چې د جنسیت پر بنسټ آنلاین ځورونې او ناوړه ګټه اخیستنې په وړاندې د اقدام لپاره د متحده ایالاتو، استرالیا، ډنمارک، نیوزیلنډ، د جنوبي کوریا جمهوریت، سویډن، کینیا او انګلستان سره د نړیوالو شریکانو په توګه یو ځای شي.
متحده ایالاتو د دموکراسۍ په لومړۍ سرمشریزه کې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې د دوهمې سرمشریزې په لور د مشارکت اعلان وکړ. دا یو ښکاره پیغام انتقالوي چې نړیواله ټولنه د تکنالوژۍ په واسطه د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی ته ځواب ویلو او د هغه د مخنیوي لپاره د اغیزناکو ستراتیژیو پراخولو ته ژمنه ده.
د سپینې ماڼۍ د جنډر د پالیسۍ د شورا مشرې جینیفر کلین وویل، "موږ نشو کولی چې د نظریاتو تنوع یا د ښځو غږ، لید لوری او مشرتابه له لاسه ورکړو... په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې دموکراسي نشي کیدای تضمین شوې تلقي شي چې د اوکرایین زړورې میرمنې او نارینه د مبارزې له لارې د خپلې «دموکراسۍ» ساتنه کوي. "