Accessibility links

Breaking News

د متحدو ایالتونو او سوریې په اړیکو کې یو نوی باب


د متحده ایالتو ولسمشر دونالډ‌ ټرمپ د سعوي‌ عربستان پلازمېنه ریاض ته په خپل وروستي سفر کې د امریکا او سوریې په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیست.

په ملګروملتونو کې د متحدو ایالتونو سرپرست نماینده‌ جان کیلي وویل:‌ «اوس موږ ته داسې یوه لویه موقع په لاس راغلې چې سوریه د نړیوالې ټولنې په مرسته کولای شي د کیمیاوي وسلو تړون او د ملګرو ملتونو ۲۱۱۸ پریکړه لیک عملي کړي.»

د امریکا متحده ایالتونه د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د سازمان (OPCW) او د سوریې د حکومت د لومړنیو اخیستل شویو مثبتو ګامونو هرکلی کوي.‌ سفیر کیلي وویل:‌ «موږ د دواړو ستاینه کوو چې د سختو ننګونو سره سره یې په بریالیتوب تفتیش پيل کړی.»

هغه زیاته کړه:‌ «موږ د سوریې د حکومت د ژمنې هرکلی کوو چې ویلي یې دي د تخنیکي څانګې اړین ملاتړ او همکاري کوي. دا ډیره مهمه ده چې هغه هڅې چې د اسد د رژیم د کیمیاوي وسلو د پروګرام د پاتې شونو په اړه کیږي په خوندي او امن توګه ترسره شي. موږ تمه لرو چې د اسد د رژیم د کیمیاوي پروګرام له منځه یوسو او په دغه کار سره سوریه او سیمه لا امن شي.»‌

سفیر کیلي وویل:‌ «د سوریې او د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د سازمان ترمنځ‌ همکاري داسې یوه موقع برابروي چې د پروګرام حقیقي کچه او اندازه معلومه شي‌ او په پوره توګه له منځه یوړل شي.»

هغه وویل:‌ «د سوریې د حکومت لپاره دغه همکاري یو تاریخي فرصت برابروي چې خپل ښه نیت وښيي‌ چې د نړیوالې ټولنې سره د کیمیاوي وسلو څخه د یوې پاکې نړۍ په اړه مشترک لید لري.» ‌

د کیمیاوي وسلو د مخنوي د سازمان مفتشین او د سوریې حکومت د یو سخت کار سره چې هغه په سوریې کې د پاتې کیمیاوي وسلو او اړوندو ځایونو فهرست برابرول دي مخامخ دي. په دغه فهرست کې‌ د تولید تاسیسات، تجهیزات،‌ مهمات، اجزاوي او نور عناصر شامل دي چې باید مخکې له دې چې تخریب یې تصدیق شي برابر شي.

سفیر کیلي وویل:‌«د دغه ماموریت بریا په دې اړه لري چې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د سازمان تخنیکي څانګه د یو داسې پیچلی او لوی کار لپاره د اړتیا وړ مالي‌ ملاتړ،‌ تخصص او منابع ترلاسه کړي.»

هغه د ملګروملتونو د امنیت د شورا په غړو باندې غږ وکړ چې د اړتیا وړ «مالي مرستې دې برابر کړي چې دا اطمیناني شي چې د دغه ننګوني لپاره په وخت او موثر حل لارې پیدا شي.»

«د کیمیاوي وسلو تړون بریا زموږ د ټولو په ګټه ده.‌ دا د راتلونکو نسلونو لپاره زموږ ګډ مسولیت دی چې نړۍ د کیمیاوي وسلو نه پاکه کړو،»

سفیر کیلي وویل:‌ «موږ د سوریې د حکومت د هڅو هرکلی کوو چې غواړي‌ د خپلو کیمیاوي وسلو پروګرام له منځه یوسي. او د دوی د هغو هڅو یې هم هرکلی کوو چې د پخوانیو بریدنو د قربانیانو او د دوی د کورنیو لپاره یې کوي چې د ډیر پخوا لا باید ورسره عدالت شوی وای.»

XS
SM
MD
LG