Accessibility links

Breaking News

په امریکا کې یو نوی زرین دور پیلیږي


ولسمشر ټرمپ وایي، "امریکا به د ځمکې پر سر د ستر، تر ټولو ځواکمن او تر ټولو درناوي لرونکي هېواد په توګه خپل حقیقي ځای بېرته ترلاسه کړي چې په ټوله نړۍ کې په درنه سترګه ورته کتل کیږي."

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د ۴۷ جمهور رئیس په توګه ملت ته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل: "زه یو ځل بیا په ډیر اطمینان او خوشبینۍ سره ولسمشرۍ ته راستون شوی یم دا چې موږ د ملي بریا د نوې په زړه پورې دورې په پیل کې یو."

"زموږ ازادي او زموږ د ملت عالي برخلیک به نور له پامه ونه غورځول شي. او موږ به سمدلاسه د امریکا د حکومت بشپړتیا، وړتیا او وفاداري بیرته راژوندۍ کړو."

ولسمشر ټرمپ وویل: "زموږ د جمهوریت د بیا ترلاسه کولو لپاره سفر اسانه نه و."

"یوازې څو میاشتې مخکې، د پنسلوانیا په یوه ښکلي میدان کې، یوه وژونکې مرمۍ زما له غوږ څخه تیره شوه. خو ما هغه وخت احساس وکړ او اوس نور هم باور لرم چې زما ژوند د یو دلیل لپاره وژغورل شو. زه خدای لخوا وژغورلم چې امریکا یو ځل بیا ستره کړم. "

"په همدې خاطر هره ورځ ... [مونږ] به د هر نسل، مذهب، رنګ او عقیدې د اتباعو لپاره د امید، سوکالۍ، خوندیتوب او سولې راوستلو لپاره په هدف او سرعت سره حرکت وکړو."

ولسمشر ټرمپ اعلان کړه چې هغه به خپله دوره د یو لړ اجرائیوي فرمانونو په لاسلیک کولو سره پیل کړي چې "د امریکا بشپړه اعاده او د عقلانیت انقلاب پیل کړي."

لومړی، ولسمشر ټرمپ [د امریکا] په جنوبي سرحد کې ملي بیړنی حالت اعلان کړ. دا د ملیونونو بهرنیو جنایت کارو د بیرته ستنولو پروسه هغه ځایونو ته پیل کوي چې ورڅخه راغلي دي.

ولسمشر ټرمپ د مخدره موادو اتحادیې (کارټلونه) د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په توګه اعلان کړل.

د انفلاسیون د راټیټولو په هڅه کې، ولسمشر ټرمپ د امریکا د تیلو او طبیعي ګازو د زیرمو د برمه کولو چارو د ګړندیتوب لپاره د ملي انرژي بیړني حالت اعلان کړ.

"امریکا به یو ځل بیا تولیدونکی هیواد وي، او موږ داسې څه لرو چې هیڅ بل تولیدونکی هیواد به یې هیڅکله ونه لري - د ځمکې پر مخ د بل هر هیواد په پرتله ډیر تیل او ګاز لرونکی هیواد - او موږ به یې وکاروو."

ولسمشر ټرمپ ژمنه وکړه چې د ۲۰۱۷ کال په څېر به یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو قوي پوځ ولرو.

"موږ به خپل بریالیتوب نه یوازې د هغو جګړو په واسطه اندازه کړو چې موږ ګټلي، بلکې په هغو جنګونو چې موږ پای ته ورسول - او ښایي تر ټولو مهم، هغه جنګونه چې موږ په کې نه یو ښکیل شوي."

ولسمشر ټرمپ وویل، "امریکا به د ځمکې پر سر د ستر، تر ټولو ځواکمن او تر ټولو درناوي لرونکي هېواد په توګه خپل حقیقي ځای بېرته ترلاسه کړي چې په ټوله نړۍ کې په درنه سترګه ورته کتل کیږي."

"موږ به په زړورتیا سره ودریږو، موږ به په ویاړ سره ژوند وکړو، موږ به په زړورتیا سره خوب وکړو، او هیڅ شی به زموږ په لاره کې خنډ نشي، ځکه چې موږ امریکایان یو. راتلونکې زموږ ده، او زموږ زرین دوران اوس پیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG