Accessibility links

Breaking News

په اوکراین کې یو بل خطر


د اوکراین په خرسون کې د د کاخوفکا بند د نړیدو کړکیچ
د اوکراین په خرسون کې د د کاخوفکا بند د نړیدو کړکیچ

په دې کې شک نشته چې که روسیې پر اوکراین برید نه وای کړی، نو د کاخوفکا بند به نه وای نړېدلای.

د جون په شپږمه د اوکرایین د خرسون په اوبلاست کې د کاخوفکا بند مات شو او د اوبو برېښنا بند یې ویجاړ کړ. دغه بند په اوکراین باندې د یرغل له پیل لږ وروسته د روسیي ځواکونو له خوا ونیول شو او تر نن پورې د روسیې تر کنټرول لاندې دی. که څه هم دا لا څرګنده نه ده چې آیا دا بند د ساختماني نیمګړتیاو او یا قصد ویجاړ شوی، په دې کې شک نشته چې دا بند به نه وای ویجاړ شوی که روسیې په اوکراین برید نه وای کړی.

په سیاسي چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړي ځای ناستي استازي رابرټ ووډ وویل: "دا روسیه وه چې دا جګړه یې پیل کړه، دا روسیه وه چې د اوکراین دا سیمه یې اشغال کړه، او دا د روسیې ځواکونو وو چې تېر کال یې دا بند په غیر قانوني توګه ونیوه او له هغه وخت راهیسې یې اشغال کړی دی."

هغه وویل: "د جګړې قانون په ملکي اهدافو باندې قصدي بریدونه منع کړي دي. د جنیوا کنوانسیونونو د اضافي پروتوکول یو د غړي په توګه، روسیه مکلفیت لري چې د بندونو په شمول په هغو کارونو یا تاسیساتو برید ونه کړي چې "خطرناک قوتونه" لري، دا ډول برید کیدای شي د خطرناک ځواک د خوشې کیدو او د ملکي خلکو په منځ کې د سخت زیان لامل شي."

په حقیقت کې د بشردوستانه چارو او د بیړنیو مرستو د همغږي کولو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس په وینا، په اوکراین باندې د روسیې فدراسیون د برید له پیل راهېسې، د کاخوفکا د برېښنا بند ویجاړول تر دې دمه د ملکي تاسیساتو د خرابولو یوه تر ټولو اغیزناکه پېښه ده.

ښاغلي ووډ وویل سربېره پر دې، "د بند ویجاړول د اوکراین د بریښنا د انتقال ثبات کمزوری کوي او په زاپوریژیا کې په اټومي فابریکې کې او د ورڅېرمه سیمو د مصونیت لپاره اضافي ستونزې/ ننګونې رامینځته کړي."

هغه وویل: "د [زاپوریژیا] اټومي فابریکې د یخ کولو ډنډ، چې د بند د زیرمو څخه اوبه ترلاسه کوي،‌ باید خپل استحکام او اوبو ته لاسرسی وساتي، چې د ریکټورونو او د هغو د مصرف شويو تیلو یخولو لپاره اړین دی." هغه زیاته کړه، "موږ په روسیې غږ کوو چې هغه سینسرونه له سره وصل کړي چې په اتومات ډول د اوکراین ملکي تنظیم کونکو ته معلومات انتقالوي، او IAEA ته اجازه ورکړي چې ډاډ ترلاسه کړي نړیواله ټولنه د بټۍ شاوخوا د راډیو اکټیو شعاعو په اړه باوري معلومات لري."

"متحده ایالات به د نړیوالې ټولنې سره کار ته دوام ورکړي چې روسیه د خپل تیري حساب وکړي. موږ به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړو چې د کرملین د وحشت په وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي،" ښاغلي ووډ همدا شان وویل: "د وړاندې تګ لاره روښانه ده: روسیه باید د اوکراین په نړیواله کچه د اوکراین د پېژندل شویو سرحدونوڅخه خپل سرتیري وباسي. روسیه باید دا جګړه پای ته ورسوي. او هغه نا ویل شوی بشري رنځ پای ته ورسوي چې پیل کړی یې دی."

XS
SM
MD
LG