د ملي امنیت سلاکار والټز وايي، د مارک فوګل خوشې کېدل د "روسیې له لوري د ښه نیت ښوول دي او د دې نښه ده چې موږ په اوکراین کې د وحشیانه او خطرناکې جګړې د پای ته رسولو لپاره په سم لور روان یو."
د فبرورۍ په یوولسمه نېټه د روسیې له زندان څخه د امریکايي تبعه مارک فوګل خوشې کېدو ته سپینې ماڼۍ په خوښۍ هرکلی ووایه. فوګل په روسیه کې په داسې حال کې چې د یو ډاکټر له خوا یې د کمې اندازې چرسو د درلودلو جواز درلود، په نامناسبه توګه د نشه یي توکو د قاچاقو په تور په ۱۴ کاله بند محکوم شوی و او درې کاله یې په زندان کې تیر کړل.
د هغه د خوشې کیدو په بدل کې، متحده ایالاتو د روسیې تبعه الکساندر وینیک خوشې کوي، چې د امریکا یوې محکمې د پیسو سپینولو د توطیې په تور محکوم کړی و. د معاملې د یوې برخې په توګه، وینیک به د متحده ایالاتو حکومت ته ۱۰۰ میلیون ډالره جریمه ورکړي.
د مارک فوګل د خوشې کیدو په اړه په یو بیان کې د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز ویلي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ تبادله "روسیې له لوري د ښه نیت ښودل دي او د دې نښه ده چې موږ په اوکراین کې د وحشیانه او خطرناکې جګړې د پای ته رسولو لپاره په سم لور روان یو."
د فوګل تر خوشې کیدو یوه ورځ وروسته، د فبرورۍ په ۱۲، ولسمشر ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټیلیفوني خبرې وکړې. ولسمشر ټرمپ دا خبرې "اوږدې او خورا ګټورې" وبللې. هغه د ټروټ سوشیل په ټولنیز شبکه په دې اړه لیکلي، "لکه څنګه چې موږ دواړو موافقه وکړه، غواړو چې د روسیې/اوکراین په جګړه کې د میلیونونو کسانو د مړینې مخه ونیسو. ... موږ موافقه وکړه چې په ګډه کار وکړو، ډیر نږدې کار، چې د یو بل د هیوادونو لیدنه په کې شامله ده." هغه زیاته کړه، "موږ دا هم ومنله چې زموږ ټیمونه سمدستي خبرې اترې پیل کړي."
په همدې ورځ وروسته بیا، ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې هغه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره هم په تلیفون کې خبرې وکړې. ولسمشر ټرمپ د ټروټ سوشیل په شبکې کې لیکلي، "خبرې ډېرې ښې وې. هغه هم د ولسمشر پوتین په څېر سوله غواړي". هغه زیاته کړه، "موږ په مختلفو موضوعاتو بحث وکړ چې د جګړې سره تړاو لري، خو تر ډیره د هغه غونډې په اړه چې د جمعې په ورځ په میونیخ کې جوړه شوې، چې په کې د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د پلاوي مشري وکړي. زه هیله مند یم چې د دې ناستې پایلې به مثبتې وي. اوس د دې وخت رارسیدلی چې دا مسخره جګړه ودرول شي، چې په کې پراخه، او په بشپړ ډول غیر ضروري، مرګ او تباهي روانه ده. خدای دې د روسیې او اوکراین په خلکو رحم وکړي!"
په همدې ورځ په یو مطبوعاتي کنفرانس کې، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت اعلان وکړ چې، "حکومت په بشپړ ډول د سولې تړون ته ژمن دی چې یو ځل او د تل لپاره، د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسوي."
د یو بندي خوشې کول خوښي راولي او د جګړې ختمېدو ته لار پرانېزي
