Accessibility links

Breaking News

یو موټی دریځ په افغانستان کې د مخکې تګ لپاره مهم دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین او د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس څه موده وړاندې په ګډه د افغانستان په هکله د نړۍ د وزیرانو د یوې غونډې کوربه و. ښاغلي بلنکین پدې غونډې کې په دریو مواردو تمرکز درلود چې د نړیوالې ټولنې همکاري او یو شانتوب پکې په ځانګړي توګه مهم دي.

لومړی دا چی طالبان باید د هغوي پدې ژمنې کې مسؤل وبلل شي چې بهرنیو اتباعو، ویزه لرونکو او هغو افغانانو ته چې غواړي هیواد پریږدي، د وتلو اجازه ورکړي. د طالبانو د دې اعتراض په غبرګون کې چې د هیواد نه د تجربه لرونکو کسانو وتل به د نخبه کسانو د کمیدو سبب شي، د بهرنیو چارو وزیر بلنکین وویل، "تر ټولو غوره لار چې خلکو ته قناعت ورکړل شي چې په افغانستان کې پاتې شي دا ده چې هغوي ته د وتلو اجازه ورکړل شي او د هغوي اساسي حقوق پر ځای شي. متحده ایالات به د ټولو افغانانو د بنسټیزو خپلواکیو او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره کار ته دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو وزیر بلنکین پدې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید طالبان د هغوي په ژمنه کې مسؤل وبولي چې ترهګرې ډلې به نه پریږدي چې د بل هیواد د ګواښلو لپاره د افغانستان نه د اډې په توګه کار وانخلي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، "پرته له شکه د دې ژمنو د پوره کیدو لپاره مونږ یوازې په طالبانو اتکا نشو کولی. مونږ ټول باید بیدار ووسو او دا ګواښونه وڅارو. په ځانګړې توګه د هغو دسیسو بیا رابرسیره کیدل چې د بهر نه رهبري شوې وي. او په وخت باید ورته ځواب وویل شي. لکه څنګه چې جمهور رئیس واضح کړې، متحده ایالات به په سیمه کې د تروریزم ضد قوي وړتیا وساتي چې هر ډول ګواښ شنډ کړی شي او که مونږ وغواړو د دغو وړتیاوو نه ګټه واخلو پکې به زړه نا زړه نه شو. "

دریم دا چې د بهرنیو چارو وزیر بلنکین پدې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د دې ډاډ ورکړی چې د افغانستان ولس ته ژوند ژغورونکې بشري مرستې روانې وي. د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو د بندیزونو سره په همغږئ.

ښاغلي بلینکین وویل، " د دغو دریو واړو مهمو اهدافو لپاره د طالبانو سره ګډ کارکول ضروري دي خو دا د تخلیې د بهیر پر وخت د طالبانو سره ګډ کار کول چې مونږ به یې تعقیبوو او د طالبانو سره چلند لکه نور هیوادونه یې چې کوي، توپیر لري.

کوم مشروعیت چې طالبان یې غواړي، هغوي یې باید د وخت په تیریدو سره د نړیوالو ټولنې غوښتنو ته په ژمنتیا تر لاسه کاندي. پدې کې د هغو لاسته راوړنو احترام شامل دی چې د هغو ‎ي په خاطر په تیرو شلو کالونو کې مبارزه شوې. د میرمنو حقونه، د ماشومانو حقونه، خبریالانو، معیوبینو، د همجنسبازانو ټولنې او اقلیتونو حقوق.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې "زمونږ د ګډو ګټو د مخکې تګ لپاره د طالبانو سره زمونږ کار کولو باید یو شان، ښکاره، محتاط، او بیا هم هر څومره چې امکان ولري، یو شان وي.

XS
SM
MD
LG