Accessibility links

Breaking News

د مالدووا او ډموکراسۍ لپاره بریا


د مالدووا ولسمشره مایا ساندو
د مالدووا ولسمشره مایا ساندو

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، "موږ د مالدووا د خلکو سره ولاړ یو، په داسې حال کې چې دوی خپلې دموکراتیکې، سوکاله او اروپایي راتلونکې ته دوام ورکوي."

متحده ایالاتو، مایا ساندو ته د مالدووا د ولسمشرې په توګه د بیا ټاکل کیدو په خاطر د "ژړه له کومې مبارکي" وویله. د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه اعلامیه کې په عمومي ټاکنو کې د دویم ځل لپاره د هغې بریا "یوه تاریخي لاسته راوړنه" وبلله.

د پخواني شوروي اتحاد پدې جمهوریت [مالدووا] کې د نومبر په درېیمه ټاکنې وشوې. لوېدیځ پلوه ساندو د خپل سیال الکساندر سټویانوګلو په وړاندې، چې د روس پلوه سوسیالست ګوند له خوا یې ملاتړ کېده، څرګند بریالیتوب خپل کړ. دا ټاکنې دوه اونۍ وروسته له هغې وشوې چې د مولدووا خلکو په لږ توپیر له اروپايي اتحادیې سره د یوځای کیدو لپاره د خپل هیواد د وړاندیز ملاتړ وکړ. د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې راپورونه هم خپاره شوي دي.

ولسمشر جو بایډن په یوه جلا بیان کې [د مالدووا] ولسمشرې ساندو ته د هغې د بریا مبارکي وویله. ولسمشر جو بایډن وویل: "مالدووان ټاکنو ته ولاړل او د یوې خوندي، سوکاله او دموکراتیکې مالدووا لپاره یې د ولسمشرې ساندو لیدلورې ته رایه ورکړه. ... د میاشتو راهیسې، روسیې د مالدووا د دموکراتیکو بنسټونو او د ټاکنو د پروسې د کمزوري کولو هڅه وکړه. خو روسیه ناکامه شوه. د مالدووا خلکو د خپل دموکراتیک حق څخه کار واخیست ترڅو خپله راتلونکې پخپله وټاکي، او دوی د اروپا او بل هر چیرته دموکراسۍ سره د یوځای کیدو لاره غوره کړه."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن دا خبره په دې ډول بیان کړه: "د مالدووا خلکو وویل، دوی اراده لري چې د اروپا او دموکراټیکې لارې جوړولو ته دوام ورکړي، او په دې ټاکنو کې په لوړه کچه د دوی ګډون د دې ژمنې څرګندونه کوي. مالدووا [د نومبر په ۳] وګټله، او د کرملین هڅې چې د مالدووا د خلکو اراده له منځه یوسي ناکامه شوه."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن په ډاګه کړه، "موږ د مالدووا د خلکو سره ولاړ یو، په داسې حال کې چې دوی خپلې دموکراتیکې، سوکاله او اروپایي راتلونکې ته دوام ورکوي."

XS
SM
MD
LG