Accessibility links

Breaking News

په اوکراین کې د بشري حقونو د سیستماتیکې سرغړونې یو کال


تېر کال، په ۲۰۲۲ کې په اوکراین باندې د روسیې د بشپړ یرغل د پيل راهېسې، د اوکراین په ضد د روسیې فدراسیون د ظالمانه جګړې د یوې برخې په توګه د بشري حقونو او نړیوال بشري قانون څخه جدي او سیستماتیکه سرغړونه په ګوته کړه. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د متحدو ایالتونو پخوانۍ سفیرې کیت هارپر، چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په پایله کې د بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د لوړې کچې یوه غونډه مخې ته وړله، وویل: «اشتباه ونکړئ، جنایتونه ټول په یوې خوا دي.»

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لینډا توماس ګرین فیلډ ویلي، د امریکا متحده ایالات باور لري چې روسي ځواکونو په اوکراین کې د بشریت ضد جنایتونه کړي دي. د هغې په وینا "شواهد خورا زیات دی."

ګرین فیلډ وویل: "د اوکراین په اړه د پلټنو خپلواک نړیوال کمیسیون ... او په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څارنې ماموریت، د روسیې د ځواکونو لخوا د ظلمونو او نورو سرغړونو پراخه لړۍ مستنده کړې ده." هغې زیاته کړه، "له ځنډ پرته اعدامونه، خپلسري توقیفونه، شکنجه، جنسي تیري او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی او د جنسي تاوتریخوالی نور ډولونه. او موږ پوهیږو چې ښځې، ماشومان، بوډاګان، معلولیت لرونکي کسان او نورې محرومې ډلې پدې بریدونو کې تر ټولو ډېر زیات ګالونکي دي."

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لینډا توماس ګرین فیلډ وویل، "باوري راپورونه ښیي چې روسي چارواکو د زرګونو ماشومانو د لیږد، ځای پر ځای کولو، د هغوی د زده کړو د بیا پیلولو، پالنې او روزنې چارې ترسره کړي دي. په دې جګړو کې یو شمېر دغه ماشومان یتیمان شوي دي. او ځینې لا دمخه د جدي روغتیایي اړتیاو لپاره په تاسیساتو کې ژوند کاوه."

"په ډیرو مواردو کې، والدینو ماشومان هغه ځای ته لیږلي چې دوی فکر کاوه د دوی د ماشومانو د خوندیتوب لپاره 'د وړي کمپونه' دي، خو بیا هم د خپلو ماشومانو سره د تماس او بیرته یوځای کیدو څخه منع شوي دي. په نورو قضیو کې، میندو او پلرونو د روسیې "کمپونو" ته د خپلو ماشومانو د لیږلو څخه ډډه کړې، خو د روسیې اشغالګرو چارواکو په هر حال کې هغوی پدې کمپونو کې شامل کړي دي." هغې زیاته کړه، "راځئ چې واضح کړو: دا فرعي عملیات ندي. موږ داسې شواهد لرو چې ولسمشر پوتین او کرملین په فعاله توګه د اوکراین د هویت، تاریخ او کلتور د رد کولو او ځپلو په هڅه کې دي.»

سفیرې ګرینفیلډ وویل: "او زما خبرې په یاد ولرئ". هغې زیاته کړه، "د روسیې د ظلمونو حساب کتاب به وشي. خو همدا اوس هغه څه چې د اوکراین خلک ورته سخته اړتیا لري سوله ده. لکه څنګه چې ولسمشر بایډن پدې اونۍ کې کیف ته په خپل سفر کې وویل، ولسمشر پوتین دا جګړه غوره کړه. هره ورځ چې دا جګړې دوام کوي دا د هغه انتخاب دی."

آغلې ګرینفیلډ وویل: "ولسمشر پوتین ته زموږ پیغام دا دی: دا جګړه پای ته ورسوئ. خپل د وحشت کمپاین پای ته ورسوئ. هغه کړاوونه ختم کړئ چې ستاسو ځواکونو په اوکراین او نړۍ کې کړي دي. خو د هغې ورځې تر راتګ، موږ ټول باید د اوکراین سره ودریږو،" سفیرې توماس-ګرینفیلډ وویل. "او موږ ټول باید د بشري حقونو څخه د نامعقولو سرغړونو په وړاندې د حساب ورکولو لپاره ودریږو."

XS
SM
MD
LG