Accessibility links

Breaking News

په لویدیځه نیمه کره کې د خوراکي توکو امنیت پیاوړي کول


د انرژۍ او تیلو د قیمتونو د لوړیدو یو کال، د نړیوالې وبا له امله ګډوډي، د اقلیم بدلون او په اوکراین کې جګړه، په ټوله نړۍ او لویدیځه نیمه کره کې د خوراکي توکو بیې ننګوي. په نتیجه کې، په لویدیزه نیمه کره کې ډیر خلک په یو نسل کې د خوراکي توکو تر ټولو لوړې بیې تجربه کوي.


په لاس انجلس کې د امریکا په سرمشریزه کې، ولسمشر بایډن او ملګرو یې د بشردوستۍ، خوراکي توکیو خوندیتوب او د ناورین د خطر د کمولو لپاره ۳۳۱ میلیون ډالر مرستې اعلان کړې.


په لاتینې امریکا او کارابین کې د خوراکي توکو له سختې ناامنۍ سره د مخامخ شویو خلکو شمېر له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۲۰ پورې دوه چنده شوی او څه دپاسه۹۰میلیونو څخه زیاتو کسانو ته رسېدلی دی. د وینزویلا بشري، اقتصادي او سیاسي کړکیچونو د وینزویلا د نفوس نږدې دریمه برخه د خوارک د ناامنۍ سره مخامخ کړي او د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه یې بیړني کچې ته رسولې، چې د پنځو کالونو ټیټ عمر لرونکو ماشومانو په سلو کې ۵۰ یې د خوارځواکۍ نښې څرګندوي.


د خوړو د نړیوال پروګرام د راپور له مخې په هاندوراس کې چې د ۲۰۲۱ په وروستیو کې، د خوراکي ناخوندیتوب سره د مخ خلکو شمیر یوازې په یو کال کې نږدې دوه چنده شوی، چې یوه برخه یې د ویجاړونکو طوفانونو له امله ده چې د ۲۰۲۰ په مني کې یې سیمه ځپلې.


متحده ایالات په سیمه کې د بې وزلۍ او خوراکي توکو د ټکانونو د کمولو لپاره پانګونې پراخوي، چې په کې د نړیوالو مالي موسسو سره کار کول شامل دي ترڅو د زیان منونکو خلکو د ملاتړ په ګډون په سیمو کې د خوړو د نه خوندیتوب په وړاندې غبرګون ګړندی کړي؛ ازاده سوداګرۍ وده وکړي؛ د سرې کمښت راکم شي؛ د خوړو د تولید ملاتړ وشي؛ او د راتلونکي لپاره په داسې کرنیزو توکیو پانګونه وشي چې د اقلیم په وړاندې مقاومت ولري.


د نړۍ یو پر دریمه برخه خواړه په امریکا کې تولیدیږي، او اوسنی نړیوال خوراکي بحران د سیمې لپاره یو فرصت او مسؤلیت دی چې د نړۍ د اجناسو د لویېبرخې چمتو کولو لپاره ګام پورته کړي. متحده ایالات به ژمنه وکړي چې په ګډه د صادراتو لپاره د خوراکي توکو تولید د زیاتولو لپاره کار وکړي، د سرې تولید او ټرانسپورټ پراخ کړي، او د تخنیکي حل لارو او معلوماتو تبادلې له لارې د کرنې موثریت ښه کړي.


په ټوله نیمه کره کې د خوړو او بشردوستانه مرستو لپاره د ۳۳۱ میلیون ډالرو مرستې سربیره، متحده ایالات به په ټوله سیمه کې د ناورین په وړاندې د چمتووالي او غبرګون په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي، چې په کې د لومړني خبرتیا سیسټمونو رامینځته کول او لومړيو ځواب ویونکو او په ټولنه کې موجود د خطر د مدیریت ډلو ته تخنیکي مرستې چمتو کول شامل دي.


د امریکا د پرمختایي ادارې USAID د همکارانو له لارې، متحده ایالات په هایټي کې د زیان منونکو خلکو لپاره د خوړو او همدارنګه د اوبو او روغتیا ساتنې، سرپناه، محافظتي خدماتو او ابتدایي روغتیایي خدماتو ته دوام ورکوي. په مرکزي امریکا کې، USAID بیړني خواړه، معیشت، او محافظتي مرستې وړاندې کوي، په ځانګړې توګه په السلواډور، هونډوراس او ګواتیمالا کې.

XS
SM
MD
LG