لوېدیځه نیمهکره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت د ستراتیژۍ له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. د امریکا متحده ایالتونه به له کلونو غفلت وروسته، د مونرو اصول یو ځل بیا ټینګ او عملي کړي، څو په لوېدیځه نیمهکره کې د امریکا برلاسی بېرته تأمین کړي، د امریکا کورنی امنیت خوندي کړي، او په ټوله سیمه کې مهمو جغرافیایي موقعیتونو ته د امریکا لاسرسی پر ځای وساتي.
امریکا به د نیمې کرې څخه بهر سیالانو ته اجازه ورنه کړي چې په لوېدیځه نیمهکره کې پوځي ځواکونه یا نور ګواښوونکي وړتیاوې ځای پر ځای کړي، او نه به پرېږدي چې هغوی له ستراتیژیکه اړخه مهمې شتمنۍ تر خپل مالکیت یا کنټرول لاندې راولي. د مونرو دکتورین، د ولسمشر ټرمپ دا مرام، په منطقي او اغېزناکه توګه د امریکا د ځواک او لومړیتوبونو بیا راژوندي کول دي چې د امریکا د امنیتي ګټو سره بشپړ سمون لري.
امریکا به په دې نیمهکره کې له خپلو پخوانیو ملګرو هېوادونو سره کار وکړي، څو مهاجرت کنټرول کړي، د مخدره توکو بهیر ودروي، او په وچه او سمندر کې ثبات او امنیت پیاوړی کړي. همدارنګه به د نویو متحدینو په روزلو او پیاوړتیا سره خپل حضور پراخ کړي، او ځان به د سیمې لپاره له اقتصادي او امنیتي اړخه په یو غوره شریک بدل کړي.
امریکا به د سیمې هغه حکومتونه، سیاسي ګوندونه او خوځښتونه وستایي او وهڅوي چې په پراخه توګه زموږ له اصولو او ستراتیژۍ سره همغږي لري. خو امریکا باید هغه حکومتونه هم له پامه و نه غورځوي چې لیدلوري یې توپیر لري، خو بیا هم موږ سره ګډې ګټې لري او غواړي له موږ سره همکاري وکړي.
د امریکا متحده ایالتونه باید په لوېدیځه نیمهکره کې خپل پوځي حضور له سره وارزوي. دا کار د نړیوال پوځي حضور بیا تنظیم ته اړتیا لري، څو زموږ په نیمهکره کې بیړنیو ګواښونو ته ځواب ووایي، په ځانګړي ډول هغو مأموریتونو ته چې په دې ستراتیژۍ کې مشخص شوي دي، او له هغو سیمو څخه واټن ونیسي چې په وروستیو لسیزو یا کلونو کې یې د امریکا د ملي امنیت لپاره اهمیت نسبي کم شوی دی.
په دې ماناR چې د پولې د خوندي کولو او د کارټلونو د له منځه وړلو لپاره پوځ په همدفمندو سیمو کې چېرې چې ورته اړتیا وي اعزام شي. پدې کې د مرګوني ځواک کارول هم شامل دي، څو د تېرو څو لسیزو ناکامه یوازې تش په خولې -د-قانون-پلي-کولو تګلاره بدله کړي.
همدارنګه دا د دې مانا لري چې په ستراتیژیک ډول مهمو سیمو کې لاسرسی رامنځته او پراخه شي. امریکا به سوداګریزې ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړي، څو خپل اقتصاد او صنعتونه پیاوړي کړي، او تعرفې او متقابل سوداګریز تړونونه به د ځواکمنو وسیلو په توګه وکاروي. موخه دا ده چې شریک هېوادونه خپل کورني اقتصادونه پیاوړي کړي، او په عین حال کې داسې یوه اقتصادي پیاوړې او پرمختللې لوېدیځه نیمهکره رامنځته شي چې د امریکايي سوداګرۍ او پانګونې لپاره په غوره بازار بدل شي.
کله چې امریکا له هغو هېوادونو سره چې دا مهال ورسره قوي اړیکې لري خپل روابط ژوروي، باید په سیمه کې د خپلو دوستانو شبکه هم پراخه کړي. موږ غواړو نور هېوادونه هم مونږ ته د خپل لومړي انتخاب د یوه شریک په سترګه وګوري، او مونږ به په بېلابېلو لارو چارو له نورو سره د هغوي د همکارۍ تشویق کم کړو.
د امریکا متحده ایالتونه باید په لوېدیځه نیمهکره کې برلاسی وي، ځکه دا زموږ د امنیت او سوکالۍ لپاره یو اساسي شرط دی، داسې شرط چې امریکا ته دا قوت ورکوي چې په سیمه کې، هر وخت او هر ځای چې اړتیا وي، په ډاډه توګه خپل دریځ څرګند کړي.