متحده ایالات "د ایران د رژیم د اعدام د سزا کارول غندي چې خلکو ته د هغه څه لپاره سزا ورکوي چې زموږ په باور یوازې د خپلو بشري حقونو تمرین کوي."
د جنورۍ په ۲۳ د ایران رژیم ۲۳ کلن محمد عبادالله په دار وځړاوه. هغه نهم پېژندل شوی ایرانی مظاهره کونکی دی، چې د ۲۰۲۲ کال د رژیم ضد پراخو مظاهرو په تړاو نیول شوي او اعدام شوي.
د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له وژل کیدو وروسته چې د حجاب د نه اغوستلو له امله توقیف شوې وه، په لسگونو زره مظاهره چیان څو میاشتې سړکونو ته راووتل. سوله ییز لاریون کوونکي له وحشي ځواک سره مخامخ شول. په مظاهرو کې د امنیتي ځواکونو له خوا پنځه سوه کسان ووژل شول؛ په زرګونه ونیول شول؛ او یو نامعلوم شمیر په زندان کې پاتې دی.
عبادالله، چې د ادعاو له مخې یې له رواني ناروغۍ سره مبارزه کوله، د یو پولیس افسر په وژلو تورن و. له یوې محاکمې وروسته چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو، د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د نورو ډلو په ادعا خورا غیر عادلانه وه، هغه د مرګ په سزا محکوم شو. د هغه وکیل وویل چې د ایران د سترې محکمې له خوا د هغه سزا ځنډول شوی. اوس مدافع وکیل ته د عبادالله د اعدامولو د پریکړې څخه څو ساعته دمخه د هغه د وژل کیدو خبر ورکړل شو.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټیل په یو مطبوعاتي کنفرانس کې، "د ایران رژیم له خوا د اعدام د سزا کارول وغندل چې هغو خلکو ته د هغه څه لپاره سزا ورکوي چې زموږ په باور یوازې د خپلو بشري حقونه څخه کارول اخلي." هغه زیاته کړه، "د شکنجې، جبري اعترافونو اخیستلو، او په مدافع وکیل باندې د محدودیتونو په اړه پراخ راپورونه شته. موږ باور لرو چې دا ټول د ایراني محکمو لخوا د شویو پریکړو هر ډول اعتبار کمزوری کوي."
د مهسا امیني له مړینې وروسته د ایران د رژیم له خوا په ټول هیواد کې د پراخو مظاهرو د ځپلو په غبرګون کې متحده ایالاتو د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ په قول اردو او د قانون په پلي کونکو ځواکونو، د ایران د زندانونو ادارې د مشر، په نورو اشخاصو او په هغو رسنیو چې په سانسور کې ښکیل دي، په لسګونو ځلې بندیزونه لګولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پټېل اعلان وویل، چې "متحده ایالات به په سیمه کې له خپلو متحدینو او شریکانو سره په نږدې همغږي سره، په ښکاره او داسې بڼه چې نه لیدل کیږي، په عملي ډول د ایران د خلکو د ملاتړ لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي. زه به یوازې دا یادونه وکړم، کله چې د خپلو خلکو د ځپلو په شمول د ناوړه فعالیتونو په اړه د ایران د رژیم د حساب ورکولو خبره راځي، موږ به د اقدام کولو څخه ډډه ونه کړو."