Accessibility links

Breaking News

اذربایجان لاهم د بیان ازادي ځپي


د اذربایجان د ابزاس میډیا په رسنۍ د اذربایجان د پولیسو چاپه
د اذربایجان د ابزاس میډیا په رسنۍ د اذربایجان د پولیسو چاپه

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر وایي: «د اذربایجان د مدني ټولنې د غړو په پرله پسې نیولو په ژوره اندیښمن دی.»

هغه په یو خبري کنفرانس کې دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د اذربایجان د اقتصادي چارو د یو مشهور څیړونکي او ژړرنالست فرید نهرعلیزاده د توقیف کیدو په اړه وپوښتل شو.

مهرعلیزاده د مۍ په ۳۱ د فساد ضد یوې خپلواکې رسنۍ «ابزاس میډیا» پر وړاندې د حکومت د یوې جعلي دوسیې په ارتباط د پولیسو له خوا ونیول شو. د نومبر د میاشتې راهیسې د ابزاس میډیا شاوخوا پنځه ژورنالستان د مقاماتو له خوا نیول شوي دي. یو شمیر نور ژورنالستان چې یو شمیر یې د ټاپلوم آنلاین تلویزیوني چینل کارکوونکي وو د روان کال په لومړیو کې په اذربایجان کې د ځپنې د یو نوي کمپاین په ترڅ کې ونیول شول چې خپلواک آوازونه په ځانګړې توګه هغوی په نښه کوي چې د حکومت اداري فساد بربنډوي.

د حیرانتیا خبره دا ده چې دواړه ابزاس میډیا چې اوس له آذربایجان څخه بهر فعالیت کوي او فرید مهرعلیزاده وايي چې هغه د ابزاس میډیا لخوا نه و ګمارل شوی، خو یو له سلګونو کارپوهانو څخه و چې دې رسنۍ ورسره اړیکه نیوله.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په وروستي راپور کې، په اذربایجان کې د "بشري حقونو څخه د پام وړ سرغړونو" په لست کې "د بیان په ازادۍ او د رسنیو پر ازادۍ جدي محدودیتونه چې په کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی، د خبریالانو غیر عادلانه نیول یا محاکمه کول او په جرمونو د بدنامولو قانون شامل دي چې د بیان ازادي محدوده کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند میلر وویل، "هغه کسان چې د بیان د ازادۍ په ګډون د خپلو بنسټیزو ازدیو څخه کار اخلي، ددې کار په خاطر باید له توقیف سره مخ نشي. موږ په پرله پسې توګه د اذربایجان له حکومت څخه په کلکه دا غوښتنه کوو،" هغه وویل، "ټول هغه کسان باید سمدستي خوشې شي چې په غیر قانوني توګه توقیف شوي او د ټولو بشري حقونو او اساسي آزادیو درناوی وشي."

XS
SM
MD
LG