Accessibility links

Breaking News

امریکا او ۳۵ نور هیوادونو په بلاروس کې په انټرنیټ محدودیتونه غندي


د بلاروس مقامات د اګست د نهمې نیټې د جمهوري ریاست د درغلیو ډکو انتخاباتو د نتایجو په ضد د پراخو اعتراضونو په ځواب کې، انټرنیټ ته د لاسرسي په برخه کې مزاحمت او د آنلاین محتویاتو محدودولو ته دوام ورکوي. ددې کار په غبرګون کې د امریکا متحده ایالاتو او ۳۵ نورو هیوادونو په یوه اعلامیه کې د الکساندر لوکاشینکا د رژیم له لورې په کمه او مکمله توګه د انټرنیت قطع کول غندلي دي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې په ناحقه د خدماتو قطع کول، بندول یا فلتر کول د سوله ییزو ټولنو حقونه او د بیان د شریکولو ازادۍ محدودوي. د مخالفو نوماندانو په وړاندې محدودیتونه او د هغوی ډارول او د بلاروس د سوله خوښوونکو اوسیدونکو او ژورنالستان نیول، د ټولنیزو رسنیو او نورو آنلاین شبکو په ګډون انټرنیت ته د لاسرسي محدودول مدني فضا نوره هم محدودولای شي.

د امریکا متحده ایالات او متحدین یې د بلاروس د زړورو خلکو تر څنګ ولاړ دي چې د ظالمانه اقداماتو سره سره خپل غږ نورو ته رسوي. د یادولو ده چې ښځې په انصاف غوښتنې او ځواب ویلو کې اساسي رول لوبوي. په واقعیت کې د درغلیو ډکو انتخاباتو راپدیخوا هره شنبه د ښځو له خوا سوله ییز اعتراضونه کیږي چې په زرګونو ښځې په کې ګډون کوي، هغوی تاوتریخوالی غندي او د لوکاشینکا ګوښه کیدل غواړي.

آنلاین مدني فضا د عادي مدني فضا یوه نه جلا کیدونکې برخه ده. دولتونه باید انټرنیټي اړیکې منع او قطع نکړي، ځکه ددغو پروګرامونو قطع کول د سوله ییزو ټولنو د حقونو او د مشارکت او بیان د ازادیو په ګډون چې د یوې دموکراتیکې ټولنې بنسټ دی اکثر بشري حقونه او اساسي ازادۍ له منځه وړي.

د انټرنیټ قطع کول په ټولو کارونکو په ځانګړې توګه په څنډې ته کړل شویو ډلو او هغه کسانو چې خطر ورته متوجه دی بد اغیز کوي. (د انټرنیټ) قطع کول، د بشري حقونو نه د سرغړونو په هکله د رپوټ ورکولو او د حکومت سره د حساب کتاب کولو لپاره د رسنیو ازادي او د خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعینو توان محدودوي . قطع کول او محدودیتونه همداشان په ازاده توګه د اطلاعاتو جریان او خپرول محدودوي، اقتصادي فعالیتونو ته زیان رسوي د ټولینزې او سیاسي بې نظمۍ رامنځ ته کیدو سره مرسته کوي او په عامه مصوونیت باندې ناوړه اغیز کوي.

بشري حقونه هماغسې چې په عادي توګه ساتل کیږي په آنلاین توګه باید هم وساتل شي. د امریکا متحده ایالات او د اعلامیې نور لاس لیک کوونکي له بلاروس نه غواړي چې د خدماتو له قطع کولو، بندولو او یا فلتر کولو نه لاس واخلي او د بلاروس د بشري حقونو بین المللي ژمنو ته درناوی وکړي. دا د بلاروس د حکومت دنده ده چې د بشري حقونو، اساسي ازادیو، دموکراسۍ او د قانون د حاکمیت په ګډون مدني فضا ته درناوی وکړي.

د بلاروس د انتخاباتو په تړاو د بشري حقونو نه ټولې سرغړونې باید په خپلواکه توګه وپلټل شي او عاملین یې محاکمه شي.

XS
SM
MD
LG