Accessibility links

Breaking News

بلینکن او جي۷ هیوادونه د اوکراین په هکله متحد دي 


د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې د فبرورۍ میاشتې راهیسې، د جي۷ هیوادونو د متحدینو او شریکانو د ایتلاف مشري کړې چې اوکراین ته پوځي ملاتړ چمتو کړي چې د روسیې د یرغل په وړاندې د خپل هیواد دفاع کوي.

"موږ بې ساري بندیزونه لګولي او په صادراتو باندې مو کنټرول وضع کړی دی چې د جګړې لپاره یې د روسیې د اردو په وړتیا مستقیم اغیز کړی. دا هڅې، چې په لویه کچه د جي۷ هیوادونو له لارې همغږي شوي، د جګړې په ډګر کې یې د اوکراین وړتیاوې پیاوړې کړي او روسیه یې کمزورې کړې. همداشان دا یو مهم لامل هم دی چې اوکراین په دې جګړه کې پیاوړی شوی.


G7 هیوادونه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې ملاتړ کوونکو باندې د بندیزونو لګولو لپاره هم کار کوي. په دې کې ایران هم شامل دی، چې بې پیلوټه الوتکې یې د اوکراین ملکي وګړي وژني او ملکي بنسټونه یې ویجاړوي، او په کریمیا کې یې پوځي پرسونل د دې وحشیانه بریدونو په ترسره کولو کې له روسیې سره مرسته کوي.

G7 اوکراین ته پداسې حال کې اقتصادي او بشري ملاتړ چمتو کوي چې روسیې د اوکراین د انرژۍ د مهمو زیربناو شاوخوا ۴۰ سلنه زیانمنه کړي، چې ددې هیواد د بریښنا شبکه په کې شامله ده چې پدې ژمي کې د تودوخې د برابرولو دنده په غاړه لري. د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل: "داسې ښکاري چې ولسمشر پوتین پریکړه کړې چې که هغه په زور اوکرایین نشي نیولی، نو هڅه به وکړي چې د مطیع کولو لپارهع یې کنګل کړي." جي۷ موافقه کړې چې د همغږۍ یوه نوې ډله جوړه کړي چې د اوکراین د انرژۍ شبکې ترمیم، بیا رغونه او ساتنه وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن یادونه وکړه چې د G7 هر یو هیواد د دې مهم ملاتړ د دوام لپاره قرباني ورکوي. د مثال په توګه، د انرژۍ په برخه کې، متحده ایالاتو اروپا ته ۶۰ ملیارد متر مکعب مایع طبیعي ګاز صادر کړي دي. "دا د هغه څه نږدې دوه نیم چنده دي چې موږ یې په ۲۰۲۱ کې صادر کړ او زموږ ملګرو ته به د ژمي په جریان کې حیاتي زیرمې چمتو کړي."

د نړۍ مخکښې ډیموکراسۍ د اوکراین د ملاتړ او دفاع لپاره په ګډه کار ته دوام ورکوي کوم هیواد چې د روسیې د تیري په وړاندې مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG