Accessibility links

Breaking News

بلینکن د ناټو په اړه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ناټو کې د وینا پر وخت
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ناټو کې د وینا پر وخت

"مونږ پراخه اجندا لرو ترڅو ډاډمن شو چې دغه اتحاد د راتلونکو ۷۵ کلونو لپاره همداسې ګټور دی لکه په تیرو ۷۵ کلونو کې چې و. "

د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان یا ناټو یو دفاعي اتحاد دی چې اوس یې ۳۰ هیوادونه غړي دي او شاوخوا یو میلیارد خلک په خپله خوښه په کې شامل دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې وویل چې غړي‌ دولتونه "د دموکراسۍ، ازادۍ، ازاد اندي او د نړیوال نظم د مقرراتو د شریکو ارزښتونو په اساس راټول دي چې ډاډمن شو چې هیوادونه په ګډه او سوله ییزه ټوګه مخ په وړاندې ځي."

ناټو ته د امریکا د متحده ایالاتو ژمنې هماغسې ِغښتلې دي. وزیر بلینکن په ټینګار سره وویل، "مونږ پراخه اجندا لرو ترڅو ډاډمن شو چې دغه اتحاد د راتلونکو ۷۵ کلونو لپاره همداسې ګټور دی لکه په تیرو ۷۵ کلونو کې چې و. "

"مونږ هوډمن یو چې خپل اتحاد تازه کړو، زمونږ شراکت بیا تازه کړو، د ناټو نه یې پیل کوو...کله چې په مجازي توګه وګورو ټولې هغه ننګونې چې مونږ ورسره د یو هیواد په توګه مخامخ یو او دا په واقعیت کې زمونږ د هیوادوالو پر ژوند باندې مهم اغیز کوي، هیڅ یو هیواد یې په ځانګړې توګه پر وړاندې په موثره توګه مبارزه نه شي کولای، حتی متحده ایالات د خپلو ټولو منابعو سره چې مونږ یې لرو.موږ د اقلیم د بدلون او سایبري قلمرو، استبدادي‌ دولتونو د راپېدا کېدو او د دوی له طرفه د پېدا کېدونکو ستونزو او ننګونو سره مبارزې کې ژورې ګټې لرو- موږ یې په ګډه (مبارزه) کولو کې، ډله ییز ډول کولو او په ډله اییز امنیت باندې تکیه کولو کې ژورې ګټې لرو. او ناټو د همدې لپاره ده."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، اوس ماموریت دادی چې ډاډمن شو چې "مونږ ناټو هغه حد ته رسوو چې د نننیو ننګونو پر وړاندې ودریږي، او دا هغه څه دي چې د ۲۰۳۰ کال اجندا یې په ډاګه کوي،" هغه زیاته کړه، " او مونږ په زغرده مخ په وړاندې ګورو چې پدې هکله د [ناټو] عمومي منشي [ینس] سټولتنبرګ او دلته زمونږ د ټولو شریکانو سره کار وکړو."

XS
SM
MD
LG