Accessibility links

Breaking News

د دموکراسۍ د ساتنې په هکله د بلینکن څرګندونې


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په سیول کې د ډموکراسۍ په وروستي سرمشریزه کې
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په سیول کې د ډموکراسۍ په وروستي سرمشریزه کې

بلینکن وویل، "اساسي ازادي تخریب شوې ده. انتخاباتي حقونه تر پښو لاندې شوي دي. فساد هیلي خوړلي دي. د سرمشریزې تر بیرغ لاندې، په تیرو دریو کلونو کې، موږ د دې ننګونې پر وړاندې یو ځای راپورته شوي یو."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په سیول کې د ډموکراسۍ په وروستي سرمشریزه کې اعلان وکړ چې: "موږ د لویو او کوچنیو هیوادونو، د ختیځ او لویدیځ، پرمختللو او مخ پر ودې اقتصادونو څخه راغلي یو. خو موږ ټول په کلکه پدې باور سره متحد یو چې ډموکراسي د انساني ظرفیت د خلاصولو او زموږ خلکو ته د پایلو د وړاندې کولو لپاره یوازینۍ خورا پیاوړې وسیله ده."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل: "د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته په ټوله نړۍ کې د سیاسي فضا د خلاصون یوه ځواکمنه څپې رامنځته شوه، خو ورپسې په ډیرو ځایونو کې نږدې دوه لسیزې دموکراتیک شاته تګ رامنځته شو."

"اساسي ازادي تخریب شوې ده. انتخاباتي حقونه تر پښو لاندې شوي دي. فساد هیلي خوړلي دي. د سرمشریزې تر بیرغ لاندې، په تیرو دریو کلونو کې، موږ د دې ننګونې پر وړاندې یو ځای راپورته شوي یو. د نړۍ له هرې برخې څخه له سلو څخه زیاتو حکومتونو ژمنه کړې چې په خپلو هیوادونو کې د ډموکراسۍ د پیاوړتیا او نوي کولو دواړو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، خو په عین حال کې په ټوله نړۍ کې د ګډو ګواښونو سره د مبارزې لپاره په ګډه کار وکړي."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن په ډاګه کړه چې د امریکا متحده ایالات د خپلواکو رسنیو او ژورنالیستانو ساتنه کوي:

"متحده ایالات د عامه ګټو لپاره د رسنیو د نړیوال وجهي صندوق له لارې د رسنیو د اوږدمهاله ثبات د پیاوړي کولو لپاره شاوخوا له سلو څخه زیاتو هیوادونو سره مرستې کړې دي. او موږ د ژورنالیستانو امنیت ته وده ورکوو، د هغو په ګډون چې په جلاوطنۍ کې د ژورنالیزم د ساتنې د طرحې لاندې فعالیت کوي.

متحده ایالات همداشان د با مسولیته سوداګرۍ د چلند په اړه د ملي عمل یو نوی پیل کوي. دا پلان د متحده ایالاتو په حکومت کې له ۴۰ څخه ډیرې قوي کړنې ترتیبوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي هغه شرکتونه چې موږ ورسره کار کوو په حقیقت کې د بشري حقونو ساتنه کوي.

بلینکن زیاته کړه. "که موږ غواړو چې راتلونکی نسلونه د دموکراتیکو ټولنو ملاتړ وکړي، د ډموکراسۍ بیا ژوندي کول به همداشان له مونږ تقاضا ولري چې یوه داسې تکنالوژیکي راتلونکې ته شکل ورکړو چې د خلکو په ژوند باندې پرمختګ وهڅوي."

"لکه څنګه چې استبدادي او زورواکي رژیمونه هڅه کوي د ډموکراسۍ او بشري حقونو د کمزوري کولو لپاره ټیکنالوژي تولید کړي، موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې ټیکنالوژي د ډموکراتیکو ارزښتونو او نورمونو ساتنه او ملاتړ کوي."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، "ډموکراسي په تصادفي توګه نه رامنځته کیږي،" بلینکن زیاته کړه، "موږ باید دا په دوامداره توګه نوي کړو. ... ددې لپاره موږ پوهه دومره خوندي کړو چې ډموکراسي په نړیواله کچه د خلکو ګډه هیله ده، او د ممثبې ډموکراسۍ لپاره غوښتنه لاهم پیاوړې ده."

XS
SM
MD
LG