Accessibility links

Breaking News

په مادرید کې د ناټو د سرمشریزې په اړه د بلینکن څرګندونې


ټاکل شوې ناټو د مشرانو په راتلونکې غونډې کې چې په مادرید کې کیږي دا تړون نوې ستراتیژیکه مفکوره غوره کړي. دا ستراتيژیکه مفکوره یو سند دی چې هدف یې د هغو ګواښونو او ستونزو روښانه کول دي چې مونږ ورسره مخ یو او هم به د ناټو د راتلونکي تطابق لپاره مسیر غوره شي.

پدې نوې مفکورې کې به په سایبري فضا کې د زیان رسوونکو فعالیتونو، د ستراتیژیکو سیالانو لخوا په قانون ولاړ د نړیوال نظم کمزوري کولو او د اقلیم بدلون امنیتي عواقبو په ګدون د ستونزو چاره ولټول شي.

د امریکا د بهرینو چارو وزیر انټوني بلنیکن په تازه خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات به اورکراین ته د نظامي مرستو لیږلو ته دوام ورکړي چې ډیره ورته اړتیا ده.

"جمهور رئیس بایډن اوکراین ته د وسلو ورکولو لپاره د امنیتي همکاریو د نوې مهمې کڅوړې اعلان وکړ. پدې مرستو کې پرمختللې وسلې شاملې دي چې هغوي یې د روسیې د روان تیري په مقابل کې د خپلو ځانونو د دفاع لپاره په دقیقه توګه اړتیا لري. مونږ اوکراین ته په چټکه توګه د پام وړ شمیر وسلې او مهمات ورکړل تر څو هغوي وکړی شي د روسیې یرغل په شا وتمبوي او په بدل کې به هغوي د مذاکرې میز ته تر ممکنه قوي دریځ سره ولاړ شي."

د ناټو متحدینو او شریکانو یې د صادراتو کنټرول او دیپلوماتیکي فشارونو په ګډون د روسیې په حکومت او ملاتړ کوونکو بې ساري بندیزونه ولګول چې جدي عواقب لري. نږدې ۷ ملیونه اوکراینیان دیته اړ شوي چې خپل هیواد خوشې کړي او ګڼ شمیر یې دننه په هیواد کې بې ځایه شوي.

اروپایي او نورو هیوادونو د متحده ایالاتو په ګډون دغو اوکراینیانو ته چې د تشدد څخه تښتیدلي، هرکلی ویلی.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د جګړې د پیل راهیسې "مونږ د ختیځې اروپا په هیوادونو کې د سرتیرو شمیر ۲۰ زره ډیر کړی او دا ډاډ ورکوو چې د ناټو د هر انچ خاورې دفاع به کوو". ناټو چمتو ده چې د سایبري دفاع، ټکنالوژۍ او په نړۍ کې د هیوادونو سره د ملګرتیا د لارې د دا شان ستونزو مقابله وکړي.

ښاغلي بلنکین دا یادونه هم وکړله چې ډیرو متحدینو د اروپا په ختیځ او جنوب ختیځ کې نظامي حضور ډیر کړی او تیره میاشت سویډن او فنلنډ چې دواړه یې د اوږدې مودې راهیسې د ناټو شریکان دي، د دې سازمان د غړیتوب د غوښتنې پریکړه وکړله.

"متحده ایالات د فنلډ او سویډن د غوښتني ټینګ ملاتړ کوي. دواړه هیوادونه په شرایطو برابر دي چې هر څومره ژر امکان ولري د ناټو بشيړ غړي شي. د ناټو سره په یو ځای کیدو هغوي ناټو لا قوي کوي. مونږ دیته سترګې په لار یو چې ژر یې د تاریخ تر ټولو قوي اتحاد ته راولو"

متحده ایالات ژمن دي چې په مادرید کې د ناټو د مشرانو په غونډې کې د متحدینو سره ودریږي تر څو دا یقیني کړي چې ناټو قوي، با استقامته وي او د نن او راتلونکې چلنجونو ته چمتو وي.

XS
SM
MD
LG