Accessibility links

Breaking News

د مذهب د ازادۍ نمانځل


ولسمشر دونالډ‌ ټرمپ په وروستیو کې د قبطي ارتودوکس مسیحیانو د ټولنې سره یو ځای د قبطي‌ مسیحیانو نړیواله ورځ ونمانځله. د قبطي ارتودکسې کلیسا لپاره دغه نمانځنه لرغونی میراث،‌ غني‌ کلتور او د درناوي وړ عبادت دی.

«د قبطي کلیسا قدامت سینټ مارک ته رسیږي چې‌ د حضرت عیسی د یارانو څخه و او د عیسویت مبلغ و او مصر ته یې د عیسویت عقیده په لومړی میلادي‌ کال کې انتقال کړه. قبطي کلیسا په افریقا کې د نږدې ۲۰۰۰ کلنو لپاره د عیسویت د یو مشعل په توګه مطرح ده. قبطي ټولنې د میلیونونو مسیحیانو په زړونو کې تل پاتی ځای لري چې د مسیحیت په الهیاتو او کلتور کې یې ابدي ونډه ښکاره ده.»

ولسمشر ټرمپ په افریقا او په منځني ختیځ کې د قبطي ارتودوکس عیسویانو د روانې ځورونې په اړه څرګندونې وکړي.‌ هغه په لیبیا کې په ۲۰۱۵ کال کې د داعش یا اسلامي حکومت د ډلې لخوا د ۲۱ قبطي عیسویانو، چې ساختماني کارګران وو، د اعدامولو یاد وکړ.

ولسمشر ټرمپ وویل:‌ «لکه نور عیسویان چې د نړۍ په ګوټ‌ ګوټ کې ځورول کیږي، دغو شهیدانو په داسې وخت کې چې د حتمي مرګ سره مخامخ وو د خپلې عقیدې د پریښودو څخه انکار وکړ.‌ دوی د ‌خدای په لاره کې د قربانۍ ورکولو سره د مینې او ثابتې عقیدې یو مثال پریښود. د قبطي عیسویانو استقامت د بې رحمه ځورونو په وخت کې د خدای د پیغام د رسولو په لاره کې د دوی د نه ماتیدونکي هوډ او د بې باکه فداکارۍ یو ژوندی مثال دی.»

د دې په پام کې نیولو سره چې کله چې د یوې عقیده خلګ ځورول کیږي نو څه پيښیږي،‌ ولسمشر د امریکا په تعهد باندې ټینګار وکړ چې د مذهبي آزادۍ له حق څخه،‌ چې د امریکا د ژوند اساس دی، به په کلکه دفاع وکړي.‌

هغه په دې وروستیو کې د مذهبي ازادیو لپاره یو کمیسیون جوړ کړ چې په کې یوه ډله مذهبي‌ مشرانو ته دنده سپارل شوې چې دا اطمیناني کړي چې امریکایان په آزادانه توګه،‌ د حکومت د مداخلې پرته، خپلې عقیدې وپالي.‌

ولسمشر ټرمپ همدارنګه یو اجرائیوي فرمان هم صادر کړی چې د عیسویت ضد پراخه تبعیض او د غیرعالانه او نا سمو استفادو، تحقیقاتو او ځورونې،‌ چې ایمانداره عیسویان ورسره په تیرو کلونو کې مخامخ وو، مخه ونیسي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د قبطي عیسویانو نړیوالي ورځې ته په درناوي «موږ خدای سره د لا زیاتې مینې او په متحدو ایالتونو او نړۍ کې د مذهبي عقیدې د بیا راژوندي کیدو دعا کوو،‌ او هیله کوو چې د قبطي ارتودوکس عیسویانو د ټولنې ارزښتمن دودونه ټولو امریکایانو ته د یو مشعل په توګه کار وکړي او مسیح ته د دوی بې تزلزله عقیده زموږ ملت ته الهام وګرځي او په خدای باندې زموږ مینه،‌عقیده او باور تجدید کړي.»

XS
SM
MD
LG