Accessibility links

Breaking News

په منځني ختیځ کې د یوې نوې لارې نقشه جوړول


په دوهمه دوره کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل لومړني بهرني سفر کې بیا لومړی د سعودي عربستان ریاض ته ولاړ چې هغه په کې د منځني ختیځ او امریکا تر منځ د روښانه اقتصادي راتلونکې په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر ټرمپ یادونه وکړه چې دا راتلونکې به په شخصي سکتور کې د تړونونو تر څنګ په امریکا کې د ۶۰۰ ملیارد ډالرو په ارزښت د پانګې اچونې نه قوت واخلي چې د سعودي عربستان د ولیعهد له خوا یې ژمنه وشوه.

"پدې برسېره زمونږ قدرمن سعودي ملګري هیواد ته د ۱۴۲ ملیارد دالرو په ارزښت د امریکایي پوځي تجهیزاتو او وسلو پر خرڅلاو هوکړه وشوه چې تر ټولو لویه او بیسارې ده. دا اونۍ د امازان، اوراکول، اې ام دي، اوبر، کوالکام، جانسن انډ جانسن او نورو شرکتونو په شمول د ملیاردونو ډالرو ګڼې سوداګریزې موافقې او معاملې وشوې."

ولسمشر ټرمپ وویل، د تیرو اتو کلونو په دوران کې ریاض "د ټولې نړۍ په سوداګریز، دودیز او د پرمختللې تکنالوژۍ په مرکز" بدل شوی دی. د دې سیمې په نورو ښارونو لکه دبۍ، ابوظبي، دوحه، او مسقط کې هم د پام وړغوره بدلونونه راغلی دی.

"زمونږ د سترګو په وړاندې د نويو مشرانو یو نسل راولاړیږي او د ازمویل شوي نفاق او ویش د لرغونو پایلو څخه په تېرېدو دداسې یوې راتلونکې دپاره هڅه کوي چې په تاوتریخوالي نه بلکه په سوداګرۍ پیژندل کیږي. داسې هیوادونه چې ترهګري نه بلکه تکنالوژي صادروي، داسې یو ځای چې د بیلو هیوادونو خلک، مذاهب او عقیدې په ګډه، په بمونو د یوه بل د الوځولو پر ځای، نوي ښارونه جوړوي."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې ، د پام وړ دا ده چې دا غوره لوی بدلون "د لویدیځوالو د لاسوهني" په نتیجه کې نه دی راغلی."

"پر ځای یې د عصري منځني ختیځ ځېږون ددې سیمې د خلکو په مټ شوی، همدا خلک چې همدلته دي، هغه خلک چې ټول عمر یې همدلته ژوند کړی، تاسو په خپل ځانګړي لید د خپل برخلیک لاره او نقشه په خپله جوړه او خپل هیوادونه مو دې پرمختګ ته ورسول."

ولسمشر ټرمپ هیله څرګنده کړه چې سعودي عربستان ژر د اسرائیل سره خپله اړیکه د ابراهیم د تړونونو له لارې بیرته ټینګه کړي.

"او دا زما کلکه هیله، امید او حتی ارمان دی چې سعودي عربستان، هغه ځای چی زه ورته ډیر درناوی لرم، په ځانګړې توګه د هغه څه دپاره چې تاسو په دې نږدې لنډو کلونو کې کړي، تر څنګ یې ژر د ابراهیم په تړونونو کې هم ور شریک شئ."

ولسمشر ټرمپ وویل، "هر چیرې مونږ کولای شو، زما اداره د سوله اییز تړون په لټه کې ده، او ټولو هغو ته چې په ښه نیت یې مني، د ملګرتوب قوي او ثابت لاس وړاندې کوي. مونږه په ګډه بیساری پرمختګ تر لاسه کړی او لوړ ګامونه مو اوچت کړي. او دا پيل دې مونږ اوس لا هم د هغې روښانې ورځې په سهار او لمر خاته کې یو چې د منځني ختیځ خلک ورته په تمه او انتظار دي.

XS
SM
MD
LG