Accessibility links

Breaking News

د امریکا د دفاع د لومړۍ تګلارې ترتیبول


 د جنګ وزیر پیټ هېګسیت
د جنګ وزیر پیټ هېګسیت

د کالیفورنیا د سیمي ویلي په سیمه کې د ریګن په کتابتون کې د جنګ وزیر پیټ هېګسیت په خپلو خبرو کې اعلان وکړ چې متحده ایالتونه «یو ځل بیا د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکوي» .

«موږ به خپلې عمده ګټې داسې تعریف کړو چې عادي امریکایانو ته معقولې او د فهم وړ وي... په پایله کې به د جنګ وزارت د دموکراسۍ په ایجادولو، مداخلې، نامشخصو جګړو، د رژیم په بدلولو، اقلیم په تغیراتو، اخلاقي بیدارۍ او په کمزورې ملت سازۍ باندې نه بې لارې کېږي. موږ د دې په ځای د خپل ولس عملي او ثابتو ګټو ته اولویت ورکوو.

د جنګ وزیر هېګسیت وویل چې د دغه وزارت اول تمرکز د خپل د ټاټوبي په دفاع دی.

«سرحدي امنیت، ملي امنیت دی او موږ په همدې اساس ورته لومړیتوب ورکوو. د جنورۍ له ۲۰مې راهېسې د ولسمشر ټرمپ تر رهبرۍ لاندې د جنګ وزارت لومړیتوب ورکړی چې زموږ د ملي سرحدونو ساتنه وکړو، او د سرحد ۱۰۰فیصده عملیاتي کنترول په لاس کې واخلو. موږ دا کار د ځواکونو په زیاتولو سره وکړ، چې زموږ سرتېري په کې [د کورني امنیت د وزارت او ګمرکونو او سرحد د ګزمې] سره ملګري دي چې سرحد وتړي... نن زموږ هېواد ته ناقانونه ننوتل صفر دي.»

خو وزیر هېګسیت وویل چې د امریکا سرحدونه نباید د دفاع لړمړۍ کرښه وي. «دا باید د دفاع وروستۍ کرښه وي.» له همدې کبله متحده ایالتونه د نشه يي موادو د شبکو [کارټلونو] په ضد مبارزې ته لومړیتوب ورکوي.

«هغه ورځې ختمې شوې چې د نشه يي توکو دا ترهګرو او پېژندل شويو ترهګريزو سازمانونو به په ازاد ډول زموږ په نیمې کرې کې فعالیت کاوه. د نشه يي توکو دغه ترهګر زموږ د نیمې کرې القاعده دي، او موږ هماغسې چې القاعده په نښه کول، دوی به هم په هماغسې پیچلي او دقیق ډول په نښه کوو. موږ یې تعقیبوو. موږ یې وژنو. موږ به دوی تر هغه وخت پورې وژنو ترڅو پورې چې زموږ خلک په مخدره موادو باندې، چې د کیمیاوي وسلو معادل دي، زهرجن کوي.»

له کلونو بې غورۍ وروسته به متحده ایالتونه په لویدیځې نیمه کرې کې خپله واکمني بیا راژوندۍ کوي. وزیر هېګسیت وویل: «مو به یې د خپل ټاټوبي د ساتنې او کلیدي سیمو ته د لاسرسي لپاره کارو.» «موږ به همدغه راز په نیمه کرې کې د ځواکونو د ځای په ځای کولو او ګواښوونکو وړتیاوو د مخنیوي لپاره د دښمن د وړتیا مخه نیسو. » وزیر هېګسيت دا واضحه کړه چې د ولسمشر ټرمپ تر رهبرۍ لاندې د مونرو دوکتورین تر بل هر وخت اوس عملي او قوي دی.

وزیر هېګسیت ټېنګار وکړ چې متحده ایالتونه به په اسیا کې د چین په وړاندې د تقابل لاره نه، بلکې د مخ نیونکو اقداماتو لاره تعقیبوي. دا هڅه په ریالیزم او د ځواک په توازن باندې ولاړه ده، چې ټول هېوادونه به د دې جوګه کړي چې له سولې څخه خوند واخلي.

«موږ به په نرمه لهجه غږېږو خو غټ سوټی هم له ځان سره ګرځوو... موږ د چین د ودې د مخنیوي هڅه نه کوو. موږ په هغوی د تسلط یا یې د تحقیر په هڅه کې نه یو. نه د تایوان د وضعیت بدلولو هڅه کوو. د هند-پاسفیک په سیمه کې زموږ ګټې مهمې او پراخې او معقولې دي. په دې کې زموږ د متحدینو سره یو ځای زموږ توانمندي شامله ده، چې په هند-پاسفیک کې داسې قوي دریځ ولرو چې د چین د مخ په ودې ځواک په وړاندې تعادل رامنځ ته کوي.»

د جنګ وزیر اعلان وکړ چې دغه وزارت د امریکا لومړۍ تګلارې په مخ بیولو، د ځواک له لارې په سولې او د سلیم عقل په هڅو متمرکز دی. «موږ د خوندیتوب، ازادي او بریالیتوب په اړه د امریکا د خلکو منندوی یو او موږ به یې ورته ترسره کړو. »

XS
SM
MD
LG