د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په یو بیان کې چې د سپینې ماڼۍ لخوا خپور شوی ویلي: «د کلورادو [ایالت] په بولډر کې وروستی تروریستی برید هغه خطرات رابرسیره کوي چې زموږ هیواد ته د بهرنیو اتباعو د راتګ له امله چې سمه پلټنه یې نه وي شوي او هم په موقتې ویزې راغلي وي او د خپلې ویزې د مهلت د ختمیدو وروسته پاتیږي متوجه دي.»
«په یوویشتمه پیړۍ کې، موږ د یو تروریستي برید پسې د بل تروریستي برید شاهدان یو چې د هغو بهرنیو اتباعو لخوا کیږي چې د نړۍ د بیلابیلو خطرناکه ځایونو څخه راغلي او د خپلو ویزو د مهلت د ختمیدو وروسته دلته پاته شوي. دا د بایډن د پرانیستو دروازو برکت دی چې په میلیونونو غیرقانوني مهاجر دلته موجود دي چې باید په دې هیواد کې نه وای.»
د ولسمشرۍ په لومړۍ دورې کې امریکا ته په سفر باندې د ولسمشر ټرمپ د محدودیتونو لګول د امریکا په خاورې کې د کوم لوی بهرني تروریستي برید په مخنیوی کې لویه ونډه درلوده.
او د خپلې دوهمې دورې د پيلیدو سره سم، ولسمشر ټرمپ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته دنده وسپاره چې د هغو سیمو امنیتي ارزونه وکړي چې لوړ خطر ترې متوجه دی او خپلې سپارښتنې، چې باید محدودیتونه ولګول شي. وړاندې کړي.
ولسمشر ټرمپ وویل: «ډیر ساده، موږ نه شو کولای چې د هر هغه هیواد لپاره د مهاجرت دروازې پرانیزو، چې نه شو کولای په کې د هغو خلکو په اړه ارزونې او پلټنې وکړو چې غواړي امریکا ته راشي.»
نو د دې لپاره هغه یو اجرائیوي فرمان صادر کړ چې په افغانستان، برما، چاد، د کانګو په جمهوریت، استوايي ګینه، اریتریا، هیټي، ایران، لیبیا، سومالیا، سودان او یمن باندې د سفر محدودیتونه لګول شوي دي.
ولسمشر ټرمپ توضیح کړه: «د محدودیتونو شدت چې موږ یې پلي کوو د ګواښونو په جدیت پورې تړلې دي.»
هغه وویل: «په دغه لېست غور کیدای شي، خو که چیري د پام وړ پرمختګ راشي. همدراز نوي هیوادونه هم [لېست ته] وراضافه کیدای شي که چیري د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګواښونه پیدا شي. خو موږ به هغو کسانو ته [امریکا ته د راتګ] اجازه ورنه کړو چې غواړي موږ ته تاوان ورسوي او هیڅ شی به مو د امریکا د خوندي کولو څخه راونه ګرځوي.»
د ولسمشرۍ فرمان همدارنګه په اوو نورو هیوادونو باندې چې امریکا ته ورڅخه د لوړې کچې ګواښونه متوجه دي ځینې محدودیتونه لګوي.
په فرمان کې استثناوې هم شته چې په کې د امریکا د دايمي اقامت کارټ (ګرین کارټ) لرونکي، د خاصو ویزو درلودنکي او هغه کسان، چې امریکا ته یې راتګ د امریکا ملي منافعو ته ګته رسوي، شامل دي.
ضروري ده، چې د فرمان له کبله لګول شوي بندیزونه او محدویتونه د بهرنیو حکومتونو همکاري جلب شي، د مهاجرت قوانین نافذ شي او د بهرنۍ پالیسۍ، ملي امنیت او د تروریزم خلاف جګړې د اهدافو په ترلاسه کولو کې پرمختګ وشي.