Accessibility links

Breaking News

د ایران د اتومي تړون په هکله ګټورې خبرې


په ویانا کې د ایران په اتومي تړون چې رسمي نوم یې د عمل ګډ هر اړخیز پلان دی، په دوه اړخیزه توګه د بیرته یو ځای کیدو په هکله خبرې روانې دي. د ټرمپ په حکومت کې امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د دې تړون نه ووته او په ایران یې بندیزونه د سره ولګول او یو څه تازه بندیزونه یې هم پرې ولګول. د هماغې نیټې راپدیخوا ایران هم په موافقې کې پخپلو ژمنو وفا نده کړې.

اوس د امریکا متحده ایالاتو او ایران د اتومي تړون سره د بیرته یو ځای کیدو او په دوه اړخیزه توګه توافق لپاره ګډ هدف څرګند کړی. د خبرو مشري اروپایي اتحادیه کوي او پدې غږیږي چې څنګه دغه هدف تر لاسه شي. ایران، برتانیه، چین، فرانسه، جرمني او روسیه په خبرو کې مستقیمه خو امریکا بیا پکې غیرې مستقیم مګر مهم ګډون لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په یو خبري کنفرانس کې دغه خبرې "مسلکي" او "ګټورې" وبللې او زیاته یې کړه "پرمختګ شوی خو لا اوږده لار په مخکې پاتې ده. او زه فکر کوم که ریښتیا ووایم مونږ نسبت شاته د مخکې تګ لپاره ډیره اوږده لار لرو."

هغه ګډ کمیسون چې د عمل ګډ هر اړخیز پلان په هکله د خبرو څارنه کوي، د کارپوهانو دریمه کاري ډله یې هم اعلان کړله چې پدې پلان کې د امریکا د احتمالي یو ځای کیدو او په بشپړه توګه د تطبیق کیدو لپاره یې اړوند اقدامات ترتیب کاندي. دوه نورې کاري ډلې بیا په ایران د بندیزونو په لیرې کولو او دا چې ایران بیرته په اتومي تړون کې پخپلو ژمنو عمل وکړي، کار کوي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي پرایس د دې اعلان هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د امریکا ځانګړی استازی رابرټ مالي پدې خبرو کې د امریکا استازیتوب کوي. خاص استازي د کره لارو چارو په لټه کې دی چې ایران او امریکا یې باید واخلي تر څو په دوه اړخیزه توافق د تړون سره یو ځای شي.

ویاند پرایس دا خبره واضح کړله لکه څنګه چې د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان هم په یوې تازه مرکې کې واضح کړې وه چې " امریکا تر هغه وخت بندیزونه نه لیرې کوي تر څو دا ډاډ او وضاحت نه وي تر لاسه شوی چې ایران په اتومي تړون کې پخپلو ژمنو بشپړ عمل نه وي کړی. دا چې خپل اتومي پروګرام به بندوي، دا چې د یورانیمو د غني کولو اندازه به کموي او دا چې په هیواد کې به د غني کولو حد کموي. "

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعلان وکړ چې په ویانا کې ټیم "د توافق په مقابل کې توافق" باندي تمرکز لرِي."

XS
SM
MD
LG