Accessibility links

Breaking News

کیوبا لا هم د بیان ازادي ځپي 


هیچا ته حیرانونکې نده چې د سلګونو قوي ځوانو سوله ییزو اعتراض کوونکو سره د خبرو لپاره د کیوبا د رژیم ژمنه چې پدې وروستیو کې په هغه هېواد کې د بیان د ازادۍ د نشتوالي په اعتراض کې راټول شوي وو، لنډمهاله وه. د اعتراض کوونکو د استازو او د فرهنګ د وزیر د مرستیال فرناندو راجاس ترمنځ د خبرو نه څه کم ۲۴ ساعته وروسته رژیم هغه چانس له لاسه ورکړ چې د کیوبا د خلکو د حقونو درناوی وکړي. راجاس اعتراض کوونکي وغندل او د سانسور او په خپلواکو هنرمندانو باندې د پولیسو د بریدونو په هکله یې د هغوی اندیښنې رد کړې.

زیات شمیر اعتراض کوونکي د سان اسیدرو د غورځنګ غړي دي؛ د لیکوالو، هنرمندانو، موسیقي غږونکو او نورو هیوادوالو یوه سسته ټولنه چې د رژیم له لورې په پرله پسې توګه د تاو تریخوالې سره مخامخ دي او په کې هغه قانون شامل دی چې وایي هر هنري فعالیت باید د حکومت سره ثبت شي. پدې وروستیو کې مظاهره کوونکو ددې ډلې د مشهورو غړو په محکومولو اعتراض کړی، پدې ډله کې موسیقي پوه ډنیس سولیس ګونزالیس شامل دی چې ځان یې خپلواک ګاڼه.

رژیم په پرله پسې توګه سولیس پدې خاطر په نښه کړی چې په کیوبا کې یې د بشري حقونو نه سرغړونې د خپل بیان د ازادۍ د حق نه په استفادې غندلي دي او هغه یې د نومبر په نهمه بندي کړی دی. کیوبایي مقاماتو دمخه تر دې چې سولیس د «سپکاوي» په شکمن تور په اته میاشتو بند محکوم کړي هغه یې درې ورځې په منزوي توګه په بند کې ساتلی و.

کیوبایي مقاماتو په لسګونو هغه ژورنالیستان او د بشري حقونو مدافعین بندیان کړي چې د خپلو دوسیو په اړه یې د معلوماتو غوښتنه کوله او یا یې هم غوښتل چې ازاد شي. د حکومت د سخت غبرګون سره سره په کیوبا کې د بیان د ازادۍ د نشتون او د خپلو دوسیو په اړه د اندیښنو په خاطر اعتراضونه رواني دي چې د پولیسو له خوا پرې بریدونه او د هغوی نیونې هم روان دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په ګډون د نړیوالې ټولنې غړو پدغو ځپنو اعتراض کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم سخت دریځ غوره کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه لیکلی اعلامیه کې ویلي: «د امریکا متحده ایالات د کیوبا د رژیم له لورې د سوله ییزو اعتراض کوونکو فعالینو ازارول غندي چې د بشري حقونو د مدافع ډنیس سولیس ګونزالیس پر بندي کولو اعتراض کوي. مونږ د کیوبا له حکومت څخه غواړو چې دغه غیر قانوني سزا لرې کړي او هغه پرته له شرایطو خوشې کړي.»

وزیر پمپیو وویل: «د امریکا متحده ایالات د کیوبا له خلکو سره ولاړ دي او مونږ به د کیوبایانو په وړاندې ددغه څرګند بد چلند غندلو ته چې غواړي د خپلو حقونو نه استفاده وکړي، دوام ورکړو»، «مونږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر دموکراتیکو شریکانو غږ کوو چې خپل غږ اوچت کړي او د کیوبا د رژیم سره په هر ډول معامله کې بشري حقونو ته درناوی مخکنی شرط کړي.»

XS
SM
MD
LG