Accessibility links

Breaking News

له ترهګرۍ سره د ایران د حمایت پرې کول


متحدو ایالتونو د ایران د رژیم د عوایدو بهیر د لا مخنوي لپاره چې د ترهګرۍ او نورو غیرقانوني فعالیتونو د ملاتړ لپاره کارول کیږي، اقدام کړی.

د مالیې وزارت په ۲۹ هغو غیر قانوني (جعلي) کښتیو، چې په پټه یې د سلګونو میلیون ډالرو په ارزښت د ایران تیل او د پترولیم تولیدات انتقالول، بندیزونه ولګول. دا کښتۍ د شرکتونو د یوې ډلې دي چې په بېلا بېلو قضايي حوزو کې فعالیت کوي او هدف یې یوازې د کښتیو لرل او اداره کول دي.

په دغو بندیزونو کې د شرکتونو او کښتیو یوه شبکه هم شامله ده، چې مصري سوداګر حاتم السید فرید ابراهیم سکر یې مخې ته وړي او همدغه راز ځينې نورې کمپنۍ چې په متحدو عربي اماراتو، هند، مارشال ټاپوګانو او پاناما کې فعالې دي، هم شاملې دي. دا اقدام د ایران وړتیا، چې په پټه او د غلطو میکانیزمونو له لارې پترولیم او د پترولیم تولیدات صادروي، نوره هم محدودوي.

د بهرنیو شتمنیو د کنترول دفتر د هغو غیرقانوني [جعلي] کښتیو په ضد اقدامات کړي چې ایران یې د بندیزونو څخه د بچ کېدو او په اسیا کې خپلو پیردونکو ته د پترولیم د انتقال لپاره پرې تکیه کوي. له کومې ورځې چې ولسمشر ټرمپ واک ترلاسه کړی، حکومت یې په څه باندې ۱۸۰ کښتیو باندې چې د ایران د پترولیم او د پترولیم د تولیداتو د انتقال مسولیت درلوده، بندیزونه لګولي او ورسره د ایران د تیلو د صادروونکو لګښتونه لوړ شوي او د ایران عاید، چې تیلو د هر بیلر په پلورلو یې ترلاسه کوي، کم شوی.

متحده ایالتونه به د ملي امنیت د ولسمشرۍ یاداښت۲ تنفیذ روان ساتي، چې د ایران په رژیم باندې د حد اکثر فشار راوړلو لارښوونه کوي چې د هغو عوایدو څخه یې محروم کړي، چې خپل بې ثباته کوونکي فعالیتونه پرې حمایت کوي.

متحده ایالتونه به د هغو خلکو په وړاندې، چې د ایران د تیلو ناقانونه تجارت ممکن کوي، د خپلو شته وو امکاناتو په استعمال کې زړه نازړه نه شي.

د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په چارو کې د مالیې وزارت مرستیال جان هورلي وویل: «هماغسې چې ولسمشر ټرمپ په وار وار ویلي دي، متحده ایالتونه به اجازه ورنه کړي چې ایران اتومي وسله ولري.» «د مالیې وزارت به دا رژیم د پترولیم له عاید څخه، چې د خپلو پوځي او وسلو د پروګرامونو د تمویل لپاره یې کار کوي، محروم وساتي.»

XS
SM
MD
LG