Accessibility links

Breaking News

د متحدو ایالتونو د ملي ګټو او بیان د ازاد څخه دفاع


د امریکا د ویسکانسن او کالیفورنیا په ایالتونو کې لوی فدرالي منصفه هیئتونو دوه بهرنیان،‌ چې یو یې د چین تبع سوي ګوانکای او بل یې د بریتانیا تبع او د امریکا اوسیدونکی جان میلر دی،‌ رسما په امریکا کې د تعقیب، ‌توطیې، قاچاقو او د امریکا د وسلو د صادراتو د کنټرول د قانون نه په سرغړونو تورن کړي‌ دي.‌

د امریکا د لویې څارنوالۍ مرستیال تاد بلانچ وویل:‌ ‍«څنګه چې ادعا شوې، تورنو کسانو یو امریکايي اوسیدونکی هدف ګرځولی و چې د بیان د ازادۍ د خپل اساسي‌ حق څخه یې کار اخیستی او دغو کسانو همدارنګه غوښتل چې د امریکا پوځي حساسه ټکنالوژي چین ته قاچاق کړي.‌»

هغه زیاته کړه:‌ «دغه زموږ په ملي امنیت او کورنیو ارزښتونو باندې یو ښکاره برید دی.»

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې (FBI)‌ مرستیال رئیس ډن بنجینو وویل:‌ «تورنو کسانو د ادعا په اساس پلان درلود چې د یو کس چې د چین د خلکو د جمهوریت په کړنو یې نیوکه کوله چې دا په امریکا کې د هغه د بیان د ازادۍ اساسي‌ او محفوظ حق دی مداخله وکړي او هغه وځوروي.» «دغه کسان په دې هم متهم شوي چې هڅه یې کوله د متحدو ایالتونو حساسه پوځي‌ تکنالوژي تر لاسه کړي‌ او چین ته یې واستوي.‌»

د محکمې د اسنادو په اساس، د اکتوبر د میاشتې د پیل نه سوي‌ او میلیر د امریکا دننه د یوې توطیې د تطبیق لپاره یې دوه کسان ګمارلي ‌وو چې د دغه کس مخه ونیسي چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې د آسیا پسیفیک د اقتصادي همکارۍ د مشرانو په غونډه کې د [چین]‌ ولسمشر شي جیپینک د حضور په خلاف احتجاج وکړي.‌

د آسیا پسیفیک د اقتصادي همکارۍ د مشرانو د غونډې نه څو اونۍ مخکې،‌ سوي او میلیر یوه داسې طرح درلوده چې د دغه کس څارنه وکړي او په موټر کې یې د تعقیبولو اله نصبه کړي او د نورو شیانو ترڅنګ یې د دغه کس د موټر ټایرونه هم ورته خراب کړي.

د محکمې د اسنادو په اساس، د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې د پيل راپدیخوا میلیر او سوي د متحدو ایالتونو د دفاعي اجناسو د رانیولو هڅه کړې ده،‌ چې په کښې میزایلونه،‌د دافع هوا رادارونه، ‌بې پیلوټه الوتکې، د کرپټوګرافیک الات، چې د روښانه کولو لپاره د کرپټو کلیاني لري، په غیرقانوني توګه د امریکا نه د چین د خلګو جمهوریت ته صادر کړي.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره د صربستان د چارواکو سره امریکا ته د سوي او میلر د ممکنه استرداد لپاره کار کوو. که چیري سوي او میلر محکوم شي نو کیدای شي‌ چې تر ۴۰ کلنو پورې به د بند سزا ورته ورکړل شي.

د امریکا د لویې څارنوالۍ مرستیال بلانچ وویل:‌ «اوسنی عدلیه وزارت به د امریکا په خاوره د بهرنیو لخوا خبر ونه زغمي او نه به هم دښمنو هیوادونو ته اجازه ورکړي چې زموږ دفاعي سیستمونو ته نفوذ وکړي او یا هم ګټه ورنه واخلي.‌ موږ به د دغو ګواښونو،‌ که هغه هرځای پیدا کیږي، د رابرسیره کولو او دفع کولو لپاره قاطع عمل وکړو.‌»

XS
SM
MD
LG