Accessibility links

Breaking News

د امریکا حکومت: له چین سره په سوداګرۍ کې محتاط واوسئ


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت، د خزانې، سوداګرۍ او داخلي امنیت‌ وزارتونو امریکايي شرکتونو ته یوه رسمي مشورتي اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې دغو شرکتونو ته ویل شوي دي چې د اکمالاتي کړیو د حیثیت، اقتصاد او حقوقي خطرونو په اړه محتاط واوسي، ځکه چې دا اکمالاتي کړۍ د چین په ژینیانګ او نورو سیمو کې د اجباري‌ کارونو په ګډون هغو افرادو سره تړاو لري چې د بشري حقونو په سرغړونې کې دخیل دي.

د ۲۰۱۷ د اپریل له میاشتې راهېسې، د چین د خلکو جمهوریت د اویغور او نورو مسلمانو اقلیتونو د ځپلو سیستماتیک کمپاین پیل کړی دی چې په لویه پیمانه خودسرانه توقیف، د نفوسو اجباري کنترول او اجباري کار په کې شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبرداری ورکړی چې د چین له لوري د نژادي او مذهبي اقلیتونو هدف ګرځول او اجباري کار اوس یوازې د ژینیانګ په سیمې پورې محدود نه دي، بلکې د دغه هېواد په ټولو برخو کې روان دي.

مشورتي‌ اعلامیه د متحدو ایالتونو سوداګریو ته د اکمالاتو د دریو مهمو ډلو په اړه چې د بشري حقونو سرغړوونکو سره تړلي دي،‌ خبرداری ورکوي.

اوله ډله یې په ژینیانګ کې د چین د خلکو د جمهوریت له حکومت سره د نظارتي وسایلو د پراختیا په برخه کې مرسته کوي. دویمه ډله یې په کار او وسایلو باندې تکیه کوي چې په ژینیانګ او په چین کې د نورو شرکتونو څخه سرچینه اخلي چې شاید په خپلو اکمالاتو کې په اجباري کار کې رول ولري.

د بشري حقونو په سرغړونې کې د دخیلو کسانو وروستۍ او عمومي اکمالاتي کړۍ د توقیف د هغو مرکزونو په ودانولو کې مرسته کوي چې د اویغور او نورو اقلیتونو د ساتلو لپاره کارول کیږي او همدغه د اجباري کار‌ کمپونو ته نژدې د صنعتي مرکزونو په جوړولو کې دخیلې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي پرمختګ، انرژۍ او چاپیریال په چارو کې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال کیت کراچ، د متحدو ایالتونو د سوداګرۍ مشرانو ته په یو لیک کې د شرکتونو په مسولیت ټېنګار کړی دی. "نن دا د بشري حقونو له سرغړونې او معاملو څخه انکار کول دي، هاغسې چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، «د رژیم د ځپلو کړۍ تنګه کړئ»."

ښاغلي کراچ د هغو امریکايي شرکتونو چې په چین کې سوداګري کوي د مشرانو په بورډ غږ وکړ چې د اکمالاتو د کړیو په اړه پوره څېړنه وکړي او معلومه کړي چې شرکتونه یې له چا څخه مواد پېري او په چا یې پلوري.

هغه لیکلي: "زه مطیمن یم چې [امریکايي] سوداګر به په ژینیانګ کې له ظلم او ستم سره هر ډول اړیکه ردوي او دا یو ښه کار دی چې باید وشي. دویمه خبره دا ده چې په دې کې پام وړ حقوقي‌ او تجارتي خطرونه هم شته دي.

په دغه سرمقاله کې مو چې هر څه ولوستل، د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت نظر یې منعکس کول.

XS
SM
MD
LG