Accessibility links

Breaking News

د ۲۰۲۱ کال د خوراک نړیواله ورځ 


د اکتوبر ۱۶ د غذا نړیواله ورځ ده؛ د لوږې په وړاندې د اقدام کولو ورځ. ددغې ورځې بنسټ په ۱۹۴۵ کال کې د ملګرو ملتونو د کرڼې او غذا د سازمان له لورې کښیښودل شو. د نړیوالې لوږې او خوارځواکۍ په هکله د خبرتیا او ددغو افتونو د پای ته رسیدو په هدف ددغې ورځې نمانځنه کیږي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، د سپتمبر په ۱۶ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې په خپله وینا کې وویل چې متحده ایالات تیار دي.

"پداسې وخت کې چې په نړۍ کې تقریباً په هرو دریو کسانو کې یو تن پوره خوراکي توکیو ته لاسرسی نلري – په همدې کال کې پوره خوراکي مواد – متحده ایالات ژمنه کوي چې خپل شریکان خوارځواکۍ ته د سمدستي ځواب ویلو او ددې تضمین په لور چې و کولای شو نړۍ ته په راتلونکو لسیزو کې په ثابته توګه غذا ورکړو، سره راټول کړي. پدې هیله متحده ایالات د لوږې د پای ته رسولو او په داخل او بهر کې په خوراکي سیستم کې د پانګونې لپاره د ۱۰ میلیارد ډالرو ژمنه کوي."

دغه څو کلنه پانګونه به د نوښتونو له لارې د خوراکي سیستمونو تغیر او بدلون؛ د خوراکي موادو د لاسرسي لپاره د ښه کړای شویو زیربناو د رامنځته کیدو او د بازار ټول شموله فرصتونه؛ د ماشومانو او ښځو اړتیاو ته د لومړیتوب ورکولو پروګرامونه؛ د تغذیې ښه کول؛ د خوراکي توکیو د ضایعاتو له منځه تللو راکمول او د اقلیمي بدلونونو د شدت راکمول زمونږ د هیواد دننه او په نړۍ کې ترویج کړي.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، وویل: "مونږ د علم په اساس د اقلیم د بدلون سره مقابلې، د خوراکي موادو د باثباته سیستمونو رامنځته کولو او خوراکي توکیو د امنیت لپاره د پالیسیو ترویجولو ته ژمن یو."

"دا حیاتي خبره ده چې مونږ د لوږې د راکمولو په برخه کې په اصطلاح د "ځیرک-اقلیم"د زراعتي طرزالعملونو، د ښځو ځواکمن کولو چې د نړۍ د کرڼې د کاري قوې ۴۰ فیصده جوړوي خو د ځمکې او څارویو د مالکیت، په وخت، کریدت ته د لاسرسي په وخت، په عادلانه چلند او د تصمیم نیولو په بهیر کې د پراخ تعصب سره مخامخ دي، پانګونه وکړو. که د هغو خلکو د اساسي بشري حقونو نه سرغړونه وشي چې اساسي کارونه کوي، مونږ نشو کولای د نړۍ د خوراکي سیستم بشپړه ظرفیت ته لاسرسی ومومو."

ولسمشر بایډن وویل چې متحده ایالات به "په پرله پسې توګه د بشري مرستو، د خوراکي توکیو په برابرولو، اوبو، سرپناه، فوري روغتیایي مراقبتونو او د نورو حیاتي مرستو په برخه کې په میلیونونو اړمنو انسانانو ته د نړۍ ستر اعانه ورکونکی وي".

XS
SM
MD
LG