Accessibility links

Breaking News

امریکا، پاکستان سره د کرونا ضد مبارزه کې مرسته کوي


د امریکا متحده ایالات ژمن دي چې د کروناویروس د وبا په وړاندې مبارزه کې پاکستان سره همکاري وکړي. د امریکا متحده ایالاتو د پرمختیایي ادارې (USAID) له لارې د پاکستان د بیړنیو حالاتو د مدیریت د ملي ادارې (NDMA) سره د مشارکت د یوې برخې په توګه او د پنجاب د صحي مراقبت او ښونې روزنې د ځانګړې ادارې سره په همکارۍ پدې وروستیو کې ۴۶ نوي ونتلاتورونه په کروناویروس اخته پاکستانیانو د اړتیاو لپاره د پنجاب ۱۳ روغتونونو ته ورکړي دي.

دغه تجهیزات د اکسیجن د تولید د ۲۰۰ دستګاو برخه ده چې د امریکا متحده ایالاتو پاکستان سره مرسته کړي دي. د اکسیجن د تهویې ددغه دستګاو ورکول د (پاکستان) بیړنیو حالاتو د مدیریت د ملي ادارې او په متحده ایالاتو کې میشت د نړیوالې پرمختیا د یو شرکت کیمونیکس سره د مشارکت له لارې ترسره شوي دي.

د امریکا سرکونسلې، کترین رودریګز، وویل: "دغه کوچني او اسان انتقال کیدونکي ونتلاتورونه نه یواځې د کروناویروس په وړاندې د پاکستان د غبرګون او د سختو بیمارانو لپاره د پرمختللي ملاتړ د ترلاسه کولو په برخه کې د پنجاب ایالت د روغتیایي ادارې د وړتیا په لوړولو کې مرسته کوي، بلکې ددې وبا اخوا به د انسانانو د ژغورنې لپاره هم کمک وکړي. مونږد پاکستان د بیړنیو حالاتو د مدیریت د ملي ادارې، د روغتیا وزارت او د پنجاب د روغتیا ریاست د ژمن ملاتړ او د هغوی د مشرتابه مننه کوو."

د پاکستان-امریکا مشارکت په ټول هیواد کې د لابراتواري ازموینو د ښه کیدو او پراختیا، د ناروغۍ د څارلو، د ناروغۍ د علتونو د موندلو، د ناروغۍ په مخنیوي او کنترول او د ناروغانو په مراقبت کې مرسته کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو پرمختیایي ادارې عملیاتي مدیرې جولي کوینن وویل: "د امریکا حکومت به د پاکستان سره کروناویروس ته د ماتې ورکولو په مبارزه او د هیوادوالو په حفاظت کې مرسته وکړي. دغه ونتلاتورونه په پاکستان کې د محلي روغتیایي مرکزونو د غښتلي کولو او د اکسیجن-تراپۍ او د کوویډ۱۹ ناروغانو د مراقبت لپاره مهم وسایل دي. زمونږ ګډې هڅې او د پاکستان د بیړنیو حالاتو د مدیریت د ملي ادارې، روغتیا وزارت او محلي صحي مقاماتو سره زمونږ همکاري به په ټول هیواد کې د روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کوونکو باندې د فشار د کمیدو او د خلکو د ژغورلو سبب شي".

XS
SM
MD
LG