Accessibility links

Breaking News

امریکا نیم میلیارد ډوزه واکسین مرسته کړې


متحده ایالاتو تر اوسه د کواکس پروګرام (COVAX ) سره په شراکت د نړۍ له ۱۱۰ څخه زیاتو هیوادونو او اقتصادونو سره د کروناویروس ضد څه دپاسه ۵۰۰ میلیون ډوزه واکسین مرسته کړې ده.

ولسمشر بایډن ژمنه کړې چې د نړۍ سره د کروناویروس ضد د ۱.۲ میلیارد ډوزه واکسین مرسته وکړي. د مارچ په ۱۷ متحده ایالاتو د کوویډ۱۹ په اړه په خپل نړیوال غبرګون کې د پام وړ ګام پورته کړ. د کوویډ۱۹ د نړیوال غبرګون او روغتیایي امنیت لپاره د چارو د تنظیم سرپرسته مري بیت ګوډمین وايي "متحده ایالاتو تر اوسه د کواکس ((COVAX سره په شراکت د نړۍ له ۱۱۰ څخه زیاتو هیوادونو او اقتصادونو سره د کروناویروس ضد څه دپاسه ۵۰۰ میلیون ډوزه واکسین مرسته کړې ده."

"دا د بیړنيو روغتیایي اړتیاو او تخنیکي مرستو په ګډون د کوویډ۱۹د روغتیایي، بشري، اقتصادي او پرمختیایی شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالرو مرستو سربیره دي چې د ۱۲۰هیوادونو سره د چټک غبرګون د ملاتړ او د واکسین د لاسرسي د پراخولو لپاره شوي دي."


د پروګرام بریا په هیڅ ډول په کمه کچه نه ده، دا د نړۍ په کچه د سلګونو شریکانو سره د بې ساري همغږۍ او همکارۍ پایله ده.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه لیکلي بیان کې وویل، "موږ له حکومتونو او نړیوالو سازمانونو، د واکسین تولیدونکو، نادولتي موسسو، خصوصي سکټور او نورو سره په نه ستړي کیدونکي توګه کار کوو ترڅو واکسین وړاندې کړو، په مټو کې یې پیچکاري کړو، ازموینې او درملنې زیاتې کړو، د روغتیایی کارمندانو ملاتړ او ساتنه وکړو، او نور - د کوویډ۱۹ د نړیوال عمل د پلان په ګډون."


په حقیقت کې، د واکسینونو له ترلاسه کولو څخه، روغتونونو او کلینیکونو ته په خوندي ډول د هغوی د رسولو، په مټو کې د پیچکاري کولو پورې، متحده ایالات د نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو سره ملګرتیا کوي، چې په کې د کواکس او د افریقا د واکسین د ترلاسه کولو ایتلاف او د سیمه ایزو مشرانو او ټولنېزو سازمانونو سره ښکیلتیا شامله ده. په سیمه ایزه کچه، د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پورې تر ۱۰۰۰۰ډالرو پورې څه دپاسه ۱۰۰ کوچنۍ مرستې کړي، ترڅو د نوښتګرې پروژې تمویل کړي چې د کوویډ۱۹ د ځانګړو سیمه ایزو ننګونو سره مبارزه وکړي.

سرپرسته همغږي کوونکې ګوډمین وایي او دلته هیڅ اشتباه باید ونشي، "دا واکسین خوندي او اغیزمن دي او وړیا مرسته شوي".

"متحده ایالات د یو هدف لپاره چې په ټوله نړۍ کې د ژوند ژغورل دي واکسینونه ورکوي. دا وبا ختمه شوې نه ده. د واکسین ترلاسه کول خورا اړین دي، ترڅو موږ په نړۍ کې [د کروناویروس] د بل ډول اغیز مخنیوی وکړو، لکه څنګه چې موږ دمخه د ډیلټا او نور عام ډولونه لیدلي دي. "

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، "دا کار خورا مهم دی ځکه چې دا ناروغي پای ته نه ده رسیدلې. د ډیرو ژوند لاهم په نړیواله کچه له خطر سره مخ دی، ځکه چې هیوادونه د اومیکرون سره مقابله کوي او موږ د نوي ډولونو له احتمال سره مخ یو".


"متحده ایالات به په هره کچه د خپلو شریکانو او ټولنو سره کار ته دوام ورکړي ترڅو ژوند وژغوري او د راتلونکو وبا ګانو لپاره غوره چمتووالی ونیسي."

XS
SM
MD
LG