Accessibility links

Breaking News

افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو په هکله د بایډن دریځ


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن، په سپینه ماڼۍ کې د یوې وینا په ترڅ کې وویل چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستل د مۍ میاشتې په لومړۍ نیټه پیل کوي او دغه بهیر د سپتمبر تر ۱۱پورې بشپړېږي.

جمهور رئیس بایډن وویل چې شاوخوا ۲۰ کاله مخکې امریکایي ځواکونه افغانستان ته ولاړل چې د القاعده جړلې وباسي او د افغانستان څخه د راتلونکو تروریستي بریدونو مخنیوی وکړي. "زمونږ هدف ترلاسه شو. انګیزه یې منصفانه وه. خو اوس هغه وخت رارسیدلی چې امریکایي ځواکونه هېواد ته ستانه شي."

ښاغلي بایډن وویل چې د کلونو په ترڅ کې تروریستي ګواښونو تغییر وکړ او د متحده ایالاتو ځواب باید هم تغییر کړی وای.

"ګواښونه زیات متفرق شول او د نړۍ ګوټ ګوټ ته وغځېدل: په سومالیا کې الشباب، د عربو په جزیره کې القاعدې، په سوریه کې النصره او په عراق او شام کې اسلامي دولت (داعش) هڅه وکړه چې پدې هېوادونو کې خلافت جوړ کړي او په څو افریقایي او اسیایي هیوادونو کې د هغوی د متحدینو رامنځ ته کیدل دي."

جمهور رئیس بایډن زیاته کړه چې په همدې دلیل متحده ایالات د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ستراتیژي پیل کوي:

"مونږ په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې وړتیاوې او اساسي منابع د تروریستانو د بیا رامنځ ته کیدو د مخنیوي لپاره بیا تنظیموو. د طالبانو سره د هغوی د ژمنو په اړه حساب کوو چې ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د امریکا متحده ایالات او یا شریکان یې وګواښي. د افغانستان حکومت له مونږ سره ورته ژمنه کړې ده. مونږ خپله پاملرنه په پشپړه توګه هغه ګواښ ته متمرکز کوو چې نن ورسره مخامخ یو."

جمهور رئیس بایډن وویل چې د هغو نارینو او ښځو زوړتیا او میړانې ته درناوی کوي او ملاتړ یې کوي چې په افغانستان کې یې د امریکا د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو په لیکو کې خدمت کړی دی. هغه د امریکا د متحدینو او شریکانو مشارکت او سرښیندنې، "هغوی چې تقریباً ۲۰ کاله په افغانستان کې اوږه په اوږه زمونږ تر څنک ودریدل" هم یاد کړ.

جمهور رئیس بایډن څرګنده کړه چې د امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې په پوځي برخه کې دخیل نه وي، خو خپلو مرستو ته به دوام ورکړي: "مونږ به په پرله پسې توګه د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړو. مونږ به په پرله پسې توګه د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرستې برابرې کړو."

ښاغلي بایډن وویل چې متحده ایالات د پاکستان، روسیې، چین، هند او ترکیې په ګډون د سیمې له نورو هیوادونو څخه غواړي چې د افغانستان ملاتړ وکړي "هغوی ټول د افغانستان په باثباته راتلونکې کې د پام وړ ګټې لري".

جمهور رئیس بایډن وویل: "د افغانستان جګړه هیڅکله پدې معنی نه وه چې څو نسله دې دوام وکړي. پر مونږ برید وشو. مونږ په څرګندو اهدافو جګړې ته ودانګل. مونږ خپل هدفونه ترلاسه کړل. بن لادن مړ شو او په افغانستان کې القاعدې تنزل وکړ."

XS
SM
MD
LG