Accessibility links

Breaking News

د اقتصادي همکارۍ او پرمختیا سازمان ته د بلیکن وینا


د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، د حیرانتیا خبره نده، چې لومړۍ [مسله] د کروناویروس وبا ده.

"د اقتصادي همکارۍ او پرمختیا سازمان یا OECD موږ ته مهم معلومات چمتو کړي چې ددې کړکیچ د اقتصادي اغیزو وړاندوینه کوي. OECD د لومړنیو سازمانونو څخه و چې د واکسیونونو د پیرودلو لپاره یې په هیوادونو مخکې له مخکې فشار راوړ، کوم چې شرکتونو ته یې اجازه ورکړه چې تولید دوه چنده کړي. دا هغه طریقه ده چې د متحده ایالاتو سره به د ولسمشر بایډن د ژمنې په پوره کولو کې مرسته وکړي چې په ۲۰۲۲ کې لږترلږه ۷۰ سلنه نفوس په بشپړ ډول واکسین کړي.

ښاغلي بلینکن وویل، دوهمه ننګونه د اقلیم د بدلون بحران دی: "زمونږ غړي هیوادونه باید هغه چلند خپل کړي چې موږ یې له نورو څخه تمه کوو. د دې معنی دا ده چې د ګازونو اخراجیدل راکم او د اقلیم په سمون کې پانګوونې وکړي او د ډبرو سکرو د غیر منظم اخراج د مخنیوي لپاره ګړندي حرکت وکړي، په کور دننه او بهر کې د سکرو پانګونې پای ته ورسوي، او د فوسیل تیلو سبسایډي مرحله په مرحله بندې کړي. "

دریمه ننګونه د نابرابرۍ سره معامله ده. لږکیو ټولنو د کوویډ۱۹ په وجه د مړینو خورا لوړې کچې سره مخ شوي، او همدارنګه د اقلیم د بدلون د چټکو اغیزو څخه ډیر زیانمن شوي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، د مساوات د پرمختګ یوه وسیله په نړیوالو شرکتونو باندې د مالیې ټیټه کچه ده: "دا به موږ ته اجازه راکړي چې د ځان ماتولو سیالۍ پای ته ورسوو په کوم کې چې زموږ ټولو هیوادونو زموږ د شرکتونو مالیاتو نرخونه ټیټ کړي، یوازې ددې لپاره چې نور یې په غبرګون کې راټیټ کړي."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل: په نهایت کې، د OECD هیوادونه اړتیا لري د راپورته کیدونکي ټیکنالوژیو لپاره نوي مقررات رامینځته کړي.

"موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې د ټیکنالوژۍ پرمختګونه د خلکو د پرمختیا او د بشري آزادۍ د پرمختګ لپاره کارول کیږي، نه دا چې مخالفین وځپل شي، نابرابرۍ نورې هم زیاتې شي، یا د اقلیتونو ټولنې په نښه کړي. په ګډه، موږ د دې ډاډ په ترلاسه کولو کې مرسته کولی شو، چې زموږ ارزښتونه او ګټې د راتلونکو نويو ډیجیټل قواعدو په جوړولو کې مرسته کوي. "

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن په ډاګه کړه چې د OECD کار هیڅکله هم دومره مهم نه و، "موږ باید دا ثابته کړو چې زموږ چلند کولی شي د خلکو ژوند ښه کړي - زموږ په هیوادونو او ټولو هیوادونو کې. او په داسې طریقه چې د تیر وخت په پرتله ډیره مساويانه وي. "

ښاغلي بلینکن وویل: "که موږ د غوره پالیسیو موندلو لپاره ګډ کار ته دوام ورکړو - پداسې حال کې چې د ګډو ارزښتونو په هغو ریښو کې پاتې کیږو، چې په تیرو ۶۰ کلونو کې یې موږ ته لارښوونه کړې،" هغه زیاته کړه، "د هغه څه لپاره کوم حد نشته چې موږ یې ترلاسه کولی شو."

XS
SM
MD
LG