Accessibility links

Breaking News

په لبنان کې د حساب ورکولو او اصلاحاتو غوښتنې


د امریکا متحده ایالات په لبنان کې د حسابدهۍ او اصلاحاتو لپاره د لبنان د خلکو د پرله پسې غوښتنو ملاتړ کوي.

مدني فعال لقمان سلیم چې په پوره زړورتیا یې د بیان د ازادۍ او مدني مشارکت دفاغعذکوله د فبرورۍ په څلورمه یې مړی د لبنان په جنوب کې په خپل موټر کې وموندل شو. هغه په پنځو ډزو ویشتل شوی و.

د امریکا متحده ایالاتو د لقمان سلیم وحشیانه وژنه وغندله.

خپرونکی او د مستندو فلمونو جوړونکی لقمان سلیم شیعه و چې په لبنان کې یې د ایران له ملاتړه د برخمنې ‌‌‌‌‌‌ډلې حزب الله د سخت دریځه تکتیکونو پر ضد یې څرګندونې کولې.

په لبنان کې د امریکا سفیره دوروتي شیا، هغه خطر په ګوته کوي چې هغه (سلیم) ورسره مخامخ و: «لقمان سلیم په عام او شخصي توګه دا خبره منلې وه چې ورته مرګوني ګواښونه شوي دي او اوس هغه په زړورتیا سره په لبنان کې د انصاف، حساب ورکولو؛ او د قانون د حاکمیت هې روانې ساتي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ښاغلي سلیم وژنه « ظالمانه ترور» ګڼلی دی. هغه په یوه اعلامیه کې ویلي، «دا ډارن او نه منونکی عمل دی چې د قانون د حاکمیت او یا د بیان د ازادۍ د ځپلو او مدني فعالیت د مخنیوي لپاره خشونت، ګواښ او زور ته مخه کړای شي. مونږ د قضا او سیاسي مشرانو په ګډون د لبنان له چارواکو غواړو چې د هغوی سره حساب کتاب وکړي چې دغه ډول وحشیانه اعمال یې پرته له ځنډ او استثنی ترسره کړي.»

د لقمان سلیم مړی د بیروت د ۲۰۲۰ د اکست د څلورمې نیټې د ډارونکې چاودنې څخه شپږ میاشتې وروسته وموندل شو، هغه چاودنې چې په سلګونو کسان په کې ووژل شول او په زرګونو نور ټپیان شول. د چاودنې په اړه کورنۍ پلټنې په روانه میاشت کې له سره پیل شوې. دا مهمه ده چې د لبنان قضا وښیي چې کولای شي د قانون حاکمیت ته درناوی تضمین کړي. په یوه ګډه اعلامیه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان یووی لی درین، «د لبان له خلکو سره د بشپړ څرګند ملاتړ» لپاره د خپلو هیوادونو دریځ تکرار کړ چې په کې د روغتیا، زده کړو، کورجوړولو او نورو عاجلو چارو مرستې شاملې دي. دغو دوو چارواکو زیاته کړه، بیا هم «فرانسه او د امریکا متحده ایالات همداشان د چاودنې د علتونو په هکله د پلټنو چټګو نتیجو ته په تمه دي.»

وزیر بلینکن او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر له درین لیکي چې، «د دغې غمجنې پیښې د شپږ میاشتني یادښت مراسم د لبنان د دخلیو اړخونو لپاره هغه عاجله او حیاتي اړتیا په ګوته کوي چې بالاخره خپلې هغه ژمنې پوره کړي چې د یو باوري او موثر حکومت د جوړولو لپاره یې کړې وې او د لبنان د خلکو د هیلو مطابق د اړینو اصلاحاتو لپاره لاره هواره کړي.» همداشان دوی لیکلي، «دغه ډول ټینګ او غوڅ اقدامات د فرانسې او د امریکا د متحده ایالاتو او همداشان د دوی سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو د مشغولیت لپاره خورا اړین دي چې د لبنان د رغونې لپاره اضافي اوږدمهاله ملاتړ برابر کړي.»

XS
SM
MD
LG