Accessibility links

Breaking News

اوکراین کې د روسیې د نظامي تحرکاتو په هکله د امریکا اندیښنه


د امریکا او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران په واشنګن کې د کتنې پر وخت
د امریکا او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران په واشنګن کې د کتنې پر وخت

متحده ایالاتو د اوکراین په پوله د روسیې د نظامي فعالیتونو د ډیروالي د راپورونو او د اوکراین په اړه د سختو الفاظو کارولو په هکله جدي اندیښنه ښودلې. د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي وویل چې متحده ایالات په روسیې د ستونزو کمولو غږ کوي.

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د نومبر په میاشت کې واشنګټن ته د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر دمیترو کولیبا د سفر پر وخت خبریالانو ته وویل، "مونږ د روسیې د اهدافو په هکله وضاحت نلرو خو په تګلارو یې پوهیږو. " بلنیکن زیاته کړه، "او زمونږ اندیښنه دا ده چې روسیه ښایي دا جدي اشتباه وکړي او هغه څه تکرار کړي چې په ۲۰۱۴ کال کې یې کړې وه، کله چې روسیې په سرحد کې د ځواکونو شمیر ډیر کړ، د اوکراین خودمختاره خاورې ته ننوتل او بیا یې په درواغو ادعا وکړله چې دا پارول شوې وه."

د بهرنیو چارو وزیر بلنکین ټینګار وکړ چې د اوکراین د خپلواکۍ، خودمختارۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په برخه کې د امریکا ژمنې د کاڼو په شان پخې دي.

د اوکراین په سرحد کې د روسیې د غیرمعمول او په احتمالي توګه تیري کوونکي نظامي فعالیت په غبرګون کې متحده ایالات د اروپایي اتحادیې او اوکراین په ګډون د نورو شریکانو سره په ګډه کار کوي؛ استخبارات او معلومات شریکوي او د احتمالاتولپاره تیاری نیسي.

د امریکا د پوځ تر ټولو جګپوړي نظامي افسر، د لوی درستیزانو د کمټې عمومي مشر جنرال مارک میلي تازه په ټیلیفون کې د خپل روسي انډول سره خبرې کړي. د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د امنیت اړوند موضوعاتو او د ارتباطاتو په دوام خبرې شوي چې د خطراتو د کموالي او عملیاتو کې د شخړو د مخنیوي ډاډ ورکړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس هم په یو خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات، " د هغه څه په هکله د اندیښنو په څرګندولو کې زړه نا زړه ندي چې مونږ یې د اوکراین او روسیې په سرحد کې ګورو. عامه راپورونه او معلومات چې مونږ یې د روسیې د غیر معمولو نظامي فعالیتونو په باره کې لرو ترې هغه څه برسیره کیږي چې مونږ په ۲۰۱۴ کال کې ولیدل."

ښاغلي پرایس یادونه وکړله چې "مونږ دا ټول پدې خاطر وایو چې نه یوازې اوکراین ته خپل د کاڼي شان سخت تعهد څرګند کړو بلکې د روسیې فدراسیون ته هم واضح کړو."

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې متحده ایالاتو یوازې سږ کال د اوکراین د خودمختارۍ د ملاتړ لپاره څه باندې څلور سوه میلیونه ډالر امنیتي مرسته کړې. "د دې حکومت د کار د پیل راهیسې مونږ دا په ډاګه کړې چې مونږ غواړو او توان لرو چې د روسیې زیان رسونکو فعالیتونو ته د ځواب ویلو لپاره د یو شمیر وسایلو نه کار اخلو. او مونږ به په راتلونکې کې هم په مناسب وخت کې د دې وسایلو نه په کار اخیستو کې زړه نا زړه نه اوسو. "

ویاند زیاته کړه، "اوس مهال مونږ په دیپلوماسۍ اخته یو. دا چې مونږ په میدان کې څه وینو او یا یې نه ګورو خپل الفاظ بدلوو. مونږ به بدل شو او په بالقوه توګه به خپل اعمال هم بدل کړو.

XS
SM
MD
LG