Accessibility links

Breaking News

دپلوماسي د روسیې-اوکراین د کړکیچ د حل لار ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیاله ویکتوریا نولاند
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیاله ویکتوریا نولاند

روسیې د اوکرایین د پولو په اوږدو کې د ۱۰۰زرو پوځیانو په میشت کولو سره نړیوال کړکېچ پیدا کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالې ویکتوریا نولاند په خبري کنفرانس کې وویل: "دا روسیه ده چې د اوکراین لپاره یې داخلي ورانکارۍ، بې ثباتۍ او د جعلي انتخابونه چمتو کړي دي. "

هغې زیاته کړه: "او دا روسیه ده چې د اوکراین، متحده ایالاتو او ناټو په اړه یې د خپلو کړنو د توجیه کولو لپاره ناسم معلومات او درواغ خپاره کړي دي."

متحده ایالاتو د یو لړ دیپلوماتیکو خبرو اترو له لارې دغو پارونو ته ځواب ورکړی دی. د بهرنیو چارو وزارت مرستیالۍ نولند وویل، "ډیپلوماسۍ د اوکراین، اروپا او پخپله روسیې لپاره د ثبات او امنیت د بیرته ټینګولو غوره انتخاب دی."

د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې نولاند وویل، د روسیې سره د ستراتیژیک ثبات په خبرو اترو کې، متحده ایالاتو د پوځي روڼتیا، د خطر کمولو د اقداماتو او تمرینونو په ګډون د مذاکراتو پر میر د لومړنیو نظریاتو په ایښولو سره دپلوماسۍ ته خپله ژمنتیا ښودلې ده.

هغې زیاته کړه: "موږ همداشان روښانه کړې چې ریښتیني پرمختګ یوازې د کړکیچ د کمیدو په چاپریال اړ د رښتنیني متقابل عمل په اساس رامنځته کیدی شي. دا دې ته اړتیا لري چې روسیه د خبرو په میز پاته شي او د تاو تریخوالي د کمولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي."

آغلې نولاند وویل: "روسیه اوس یو جدي انتخاب لري: ایا د دپلوماسۍ او ډیالوګ لاره غوره کوي یا پر ځای یې د تقابل او پراخو عواقبو هڅه کوي چې رامنځته به شي."

"که د روسیې حکومت پر اوکراین نور هم یرغل وکړي، اوکراین نور هم بې ثباته کړي، موږ چمتو یو او له خپلو متحدینو او شریکانو سره یو موټی یو چې سخت تاوان ورپیښ کړو. موږ به په پراخو اقتصادي اقداماتو ځواب ووایو، د هغو اقداماتو په شمول چې تر اوسه ترې کار ندی اخیستل شوی، او د روسیې اقتصاد او مالي سیسټم ته به خورا سخت ګذار متوجه شي. "

د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وویل، "خو اجازه راکړئ چې یو ځل بیا پدې ټینګار وکړم چې زموږ لومړیتوب دپلوماسي ده، " دې چلند دمخه پایلې درلودلې دي. "موږ په څو مختلفو وسایلو خبرې اترې کړې چې د سولې او امنیت بنسټ جوړوي، چې د هیلسینکي تړون، د INF تړون، او د وسلو د کنټرول نور تړونونه په کې شامل دي."

میرمن نولند وویل، له خپلو متحدینو او له هر هغه هېواد سره چې ګټې یې اغېزمنې شوې، د بشپړه مشورې او همغږي لهد لارې دپلوماسي، د پرمختګ لاره ده. "دا هغه څه دي چې اوس باید پیښ شي."

XS
SM
MD
LG