Accessibility links

Breaking News

په سومالیا کې ناوړه بشري وضعیت


په سومالیا کې یو ناوړه بشري وضعیت په رامنځته کیدو دی. په لویه کچه د هوا د ګرمو څپو «لانینا» له امله د هیواد ډیره برخه د وچکالۍ سره مخامخ ده چې د ۲۰۲۱ تر پایه پورې به دوام ومومي. د قحطۍ د لومړني خبرتیا سیسټمونو شبکې د معلوماتو له مخې چې د امریکا د پرمختیایي مرستو ادارې USAID لخوا تمویل کیږي او د قحطۍ په هکله د وړاندوینې او ځواب ویلو په برخه کې یو مخکښ سازمان دی، د سومالیا په وچکالۍ ځپلو سیمو کې د حبوباتو حاصلات به د اوسط کچې څخه له ۳۰ څخه تر ۴۰ فیصدو پورې راټیټ شي.

په ورته وخت کې، د سومالیا په ځینو سیمو کې د محلي سیلابونو راوتل او همداشان د الشباب ترهګرې ډلې فعالیت د ستونزو په زیاتیدو کې مرسته کوي. د وچکالۍ او سیلابونو ګډې اغیزې، چې د اقلیم د کړکیچ له امله پرلپسې او ډیر شدید شوي، د تاوتریخوالي، کوویډ۱۹ وبا، او د ملخانو وروستیو څپو مسئلې لا پسې خرابې کړي چې پایله یې بشري ناورین دی. نن د ۱۲.۳ میلیون نفوس څخه شاوخوا ۵.۹ میلیون سومالیایان بشري مرستو ته اړتیا لري او د نفوس پنځمه برخه ۲.۸ میلیونه خلک د سپټمبر تر میاشتې پورې د خواړو له ناامني سره مخ دي.

د کړکیچ په کمولو کې د مرستې لپاره، متحده ایالات، د متحده ایالاتو نړیوالې پراختیا ادارې او د بهرنیو چارو وزارت له لارې کار کوي چې د سومالیا خلکو لپاره نږدې ۱۹۹ میلیون ډالر اضافي بشري مرستې چمتو کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس وویل: "دا مرسته به د سومالیا دننه شاوخوا درې میلیون بې ځایه شويو خلکو او همدارنګه په جبوتي، ایتوپیا او کینیا کې نږدې ۵۰۰۰۰۰ سومالیایي کډوالو په ګډون د سومالیا نږدې شپږ میلیون خلکو سره مرسته وکړي چې بشري مرستو ته اړتیا لري." ویاند نیډ پرایس په یوه لیکلي بیان کې وویل، "دا نوی تمویل به د چاپیریال د خرابیدو، د بشري حالت او شخړو اړوندو ننګونو په وړاندې د بیړني خواړو، تغذیې، د څښاک خوندي اوبو، حفظ الصحې، سرپناه، تعلیم، بشري او لوژستیک مرستې او نور ملاتړ چمتو کړي."

"متحده ایالات په سومالیا او سیمه کې د سومالیا کډوالو لپاره د بشردوستۍ ترټولو لوی مرسته کونکی دی او موږ د ملګرو ملتونو لخوا د سومالیا د خلکو وضعیت ته د پاملرنې د هڅو هرکلی کوو. موږ د بشردوستانه مرستو د اړتیاو د دوامداره زیاتوالي په اړه اندیښمن یو او موږ له نورو مرسته کونکو څخه غوښتنه کوو چې د نړیوالو په مبارزه کې برخه واخلي او د ژوند ژغورلو لپاره اړین ملاتړ وکړي. ”

XS
SM
MD
LG