Accessibility links

Breaking News

په افغانستان کې د جګړې پای


متحده ایالاتو له ۲۰ کلونو وروسته په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورساوه – دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه.

د متحده ایالاتو دپلوماتانو، نظامي او استخباراتي متخصصینو خپل ژوند په خطر کې اچولی و ترڅو امریکایي اتباع، د خطر سره مخامخ افغانان چې زموږ سره یې مرسته کړې، د میرمنو، ماشومانو او د اقلیتونو د غړو په ګډون نور اسیپ پذیره او زموږ د متحدینو او شریکانو اتباع، په الوتکو کې له هیواد څخه بهر وایستل.

ملت ته په خطاب کې، ولسمشر جو بایډن وویل، "موږ په تاریخ کې د هوا له لارې د تخلیې تر ټولو لوی ماموریت بشپړ کړ او څه دپاسه ۱۲۴۰۰۰ کسان خوندي ځایونو ته انتقال کړل شوي."

د متحده ایالاتو په مشرۍ عملیات د ۵۵۰۰ څخه د ډیرو امریکایانو په ایستلو پای ته ورسیدل. په هرصورت، اټکل کیږي چې له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پورې امریکایان په افغانستان کې پاتې دي.

"د پاتې امریکایانو لپاره ،" ولسمشر بایډن وویل، "هیڅ نیټه نده ټاکل شوې":

"موږ ژمن یو چې دوی به وباسو که دوی وغواړي راووځي. د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د هرډول امریکایي افغان ملګري یا بهرني اتباع لپاره چې له افغانستان څخه وتل غواړي د خوندي تګ ډاډ ترلاسه کولو لپاره د دوامداره دیپلوماتیکو هڅو مشري کوي. پدې کې په افغانستان کې د هوایی ډګر او همدارنګه د ځمکنیو لارو د بیا پرانستلو لپاره روانې هڅې شاملې دي، چې د هغو کسانو لپاره چې له افغانستان څخه وتل غواړي، د تګ اجازه ورکوي او همداشان د افغانستان خلکو ته د بشري مرستې رسول شامل دي.

په خواشینۍ سره ، د داعش-خراسان ترهګرو ددې ماموریت په جریان کې د متحده ایالاتو ۱۳ سرتیري او ۱۷۰ ملکي [افغان] وګړي ووژل.

هغو کسانو ته چې غواړي امریکا ته زیان ورسوي، ولسمشر بایډن داسې خبرداری ورکړ: "متحده ایالات به هیڅکله آرام نشي. موږ به بښنه ونه کړو. موږ به هیر نکړو. موږ به تاسو تر پایه پورې وپلټو، او- تاسو به حتمي [ددې کار] قیمت ورکړئ.

ولسمشر بایډن اعلان وکړ چې، د ولسمشر بنسټیز مسؤلیت د متحده ایالاتو دفاع او ساتنه ده – نه یواځې د ۲۰۰۱ ګواښونو په وړاندې، بلکې د ۲۰۲۱ او سبا ګواښونو په وړاندې:

"موږ به په افغانستان او نورو هېوادونو کې د تروریزم پر ضد جګړې ته دوام ورکړو. موږ یوازې دې ته اړتیا نلرو چې د دې کار لپاره ځمکنۍ جګړه وکړو. موږ هغه څه لرو چې د افق نه بهر وړتیاوې بلل کیږي، پدې معنی چې موږ کولی شو په سیمه کې د امریکایی پل پرته ترهګر او هدفونه په نښه کړو- یا که اړتیا وي په ډیر لږ شمیر سره [دا کار ترسره کړو]. "

"پداسې حال کې چې موږ ۲۰ کلنې جګړې، شخړې، درد او قربانۍ ته د پای ټکی ږدو، اوس یې وخت دی چې اینده ته وګورو، ماضې ته ونه ګورو– هغه آینده ته چې خوندي وي، هغه اینده ته چې لا ډېره مصونه وي، هغه اینده ته چې په ټولو هغو کسانو ویاړي چې خدمت یې کړی او د ټولو هغو کسانو درناوی کوي چې ولسمشر لنکن یې ”د سرښیندنې بشپړه او وروستی حد ادا کړ.”

XS
SM
MD
LG