Accessibility links

Breaking News

جي۷ هیوادونو په اوکراین کې د روسیې چلند وغنده


امریکایي مشرانو د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو سره یوځای په اوکراین کې د روسیې کړنې «نامشروع او غیرقانوني» وګڼلې. پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي برید اوه کاله وشول چې د کریمیه نیمه ټاپو یې اشغال او هغه یې د خپلې خاورې سره یوځای کړ.

د مارچ په ۱۸ د امریکا متحده ایالات د جي ۷ هیوادونو د نورو شپږو غړو سره یوځای په اوکراین د روسیې یرغل وغانده. په یوه ګډه اعلامیه کې د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو هغه څه چې روسیې په اوکراین کې ترسره کړي «نامشروع او غیرقانوني» وګڼل.

«مونږ په څرګنده د روسیې له خوا په موقتي توګه د کریمیه د جمهوریت او د سویستاپول ښار اشغال غندو،» هغوی لیکلي. «د روسیې هڅه چې دا کار مشروع کړي، په رسمیت نه پیژندل کیږي او نه به وپیژندل شي.»

د جي ۷ بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د منشور، د هلسینګي تړون او د پاریس منشور یادونه وکړه چې «په روښانه د هر هیواد ارضي تمامیت اساسي اوصولو ته درناوی او سرحدونو د بدلولو لپاره د زور نه کار اخیستل منع کوي، چې د اوکراین د ارضي تمامیت په وړاندې د زور نه کار اخیستل،» په کې شامل دي. دوی وایي، «روسیې په څرګنده د نړیوال قانون سرغړونه کړې او دغه اصول یې تر پښو لاندې کړي.»

هغوی همداشان په ټاپو وزمه او په ځانګړې توګه د کریمیه او ټټار خلکو په وړاندې د روسیې له لورې د بشري حقونو نه تیری چې د سیاسي انګیزې له مخې قانوني تعقیب او د ازارولو نورې بڼې هم وغندلې. هغوی لیکلي، «مونږ پر روسیې غږ کوو چې خپلو نړیوالو مسولیتونو ته درناوی وکړي، نړیوالو څارونکو ته اجازه ورکړي او سمدستي ټول هغه کسان خوشې کړي چې په غیرعادلانه توګه نیول شوي.»

جي ۷ هیوادونو همداشان د اوکراین د کریمیه طرحې څخه ملاتړ وکړ؛ هغه نوښت چې د روسیې له خوا د کریمیه د نیولو او اشغالولو د غندنې لپاره همنظره هیوادونه سره راټولوي او د (روسیې له خوا) شبه جزیرې نظامي کول او د بشري حقونو څخه هغه سرغړونې تقبیح کوي چې د کریمیه خلک ورسره مخ دي، او ددغو موضوعګانو د پرمخ بیولو لپاره تصمیم نیسي.

د بهرنیو چارو وزیرانو همداشان د روسیې له خوا د اوکراین پرله پسې بې ثباته کولو سره خپل سخت مخالفت څرګند کړ، په ځانګړې توګه په دونیتسک او لوهانسک سیمو کې. هغو یوایي، «د منسک د موافقې بشپړه پلي کیدل د سولې پر وړاندې یواځنۍ لار ده». هغوی د نورماندي د چوکاټ د ګډون کوونکو په توګه د فرانسې او جرمني هڅې وستایلې چې د شخړې د حل لپاره په دپلړماتیک فشار ټینګار کوي.

جي ۷ په ډاګه کړه چې د «بندیزونو بشپړه پلي کولو ته ژمن دي او د اوکراین د خپلواکۍ، خاورې بشپړتیا او د نړیوالو پیژندل شویو سرحدونو په چوکاټ کې د هغه د ارضي تمامیت لپاره د اوکراین سره پیوستون ته به دوام ورکړي.» په غبرګون کې هغه څه چې د امریکا د متحده یاالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د روسیې د ۲۰۱۴ کال د یرغل په اړه لیکلي، د جي ۷ وزیرانو اعلان کړل چې «کریمیه اوکراین دی».

XS
SM
MD
LG