Accessibility links

Breaking News

په ۲۰۲۰ کې د بشري حقونو وضعیت


 د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینګن
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینګن

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په ۳۰ په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه کلنی رپوټ خپور کړ.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، «دا رپوټ چې مونږ یې خپروو...ښیي چې د بشري حقونو ګراف په پرله پسې توګه غلطې خواته روان دی،» ښاغلي بلینکن زیاته کړه، «مونږ د نړۍ په هره سیمه کې شواهد وینو چې دا کار پیښیږي:»

هغه وویل: «مونږ دا کار وینو چې په شینجیانګ کې د اکثریت اویغوري مسلمانانو او نورو مذهبي او قومي لږکیو پر وړاندې کیږي؛ د روسیې، یوګانډا، وینزیویلا په شان ځایونو کې د سیاسي مخالفینو، فساد ضد فعالینو او ناپیلو ژورنالیستانو باندې بریدونه کیږي او بندیانیږي. مونږ دا کار په بیلاروس کې د اعتراض کوونکو په وړاندې په استبدادي توقیفونو، وهلو ټکولو او د تاوتریخوالي په نور ډولونو کې ګورو او د یمن په شخړو کې د ښکیلو اړخونو له خوا د خلکو په وړاندې په تاوتریخوالي او بد چلند کې وینو. دا مونږ په وژنو، جنسي تیریو او نورو بیرحمیو کې وینو چې اعتباري رپوټونه يې د ایتوپیا په تیګري سیمه کې په ډاګه کوي، او په هغو اعدامونو، په جبري توګه بې درکه کیدنو او شکنجو کې یې وینو چې د سوریې د رژیم له خوا ترسره کیږي او همداشان په ښوونځیو، مارکیټونو او روغتونونو باندې په روانو بریدونو کې وینو.»

د بایډن-هاریس اداره په خپلو ژمنو باندې په کلکه ټینګار کوي چې بشري حقونه بیرته د خپلې بهرنۍ پالیسۍ مرکز کړي. د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، «هر چیرته د بشري حقونو لپاره پورته کیدل د امریکا په ګټه دي.»

«هغو هیوادونو کې چې د مخالف نظر هرکلی کیږي، هلته چې په فساد ککړو او ناوړه استفاده کوونکو چارواکو ته سزا ورکول کیږي، چیرته چې د کارګرو فوانین مراعت کیږي، چیرته چې د هر ډول سابقې لرونکي وګړي په مساوي توګه لاس رسی او فرصتونه لري – دغه هیوادونه تر ډیره حده سوله ییز، سوکاله، باثباته...او هغه حکومتونه چې بشري حقونو ته درناوی کوي تر ډیره امکان لري چې پر نړیوال نظم ولاړو مقرراتو ملاتړ وکړي کوم چې د امریکا متحده ایالاتو او زمونږ متحدینو د لسیزو او لسیزو راهیسې جوړ کړي او پانګونه یې پرې کړې.»

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وایي، خو دا په هغو هیوادونو کې ندي چې خپل خلک تر پښو باندې کوي:

«دا تقریباً تل عین هیوادونه دي چې په نړیواله کچه منل شويو مقرراتو ته د خپلو پولو اخوا بې احترامي کوي – که دا د نورو هیوادونو د خاورې غصبول وي، سایبري بریدونه کول، د مخالفینو د غلطو اطلاعاتو خپرول او یا که د تجارتي مقرراتو ماتول وي.»

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وایي، د امریکا متحده ایالات د خپلو متحدینو او شریکانو سره ګډ کار ته ژمن دي چې د بشري حقونو سرغړونکو سره حساب کتاب وشي

«د خلکو د ازادۍ دفاع کول او د هغوی د وقار درناوی د امریکا له ځانګړو ارزښتونو څخه دي. زمونږ تر توانه مونږ ټولو ته د ازادۍ او انصاف دفاع کوو. نه یواځې دلته په کور کې، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې.»

XS
SM
MD
LG