Accessibility links

Breaking News

د چین د بشري حقونو سرغړونکي مسول ګڼل


د امریکا متحده ایالاتو سږکال د چین د کمونیست ګوند پر هغو چارواکو باندې چې د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو مسول دي، د ویزې محدودیتونه او مالي بندیزونه لګولي دي.

د چین کمونیست ګوند یا سي سي پي، په چین کې د بیان، مذهب، عقیدې، مشارکت او د سوله ییزو غونډو پر ازادیو باندې سخت او بې رحمانه بندیزونه لګولي دي. د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي د امریکا متحده ایالات «روښانه دریځ لري چې د بشري حقونو دغه شان سرغړونکو ته زمونږ په هیواد کې ښه راغلاست نه ویل کیږي.»

په همدې خاطر د امریکا متحده ایالاتو د مهاجرت او تابعیت د قانون په اساس هغو چینایي چارواکو ته د ویزې پر ورکړه اضافي بندیزونه لګولي دي چې ګمان کیږي د مذهبي او معنوي مناسکو د پیروانو، د قومي اقلیتونو په ډلو، مخالفینو، د بشري حقونو په مدافینو، ژورنالستانو، د کارګرو د حقونو مدافعینو، د مدني ټولنې په تنظمونکو او سوله ییزو اعتراض کوونکو د سرکوبۍ لپاره د پالیسو او اقداماتو مسولین او هم لاسي دي. دغه نوي محدودیتونه پر ټولو هغو چینایي مقاماتو باندې د هغوی د موقعیت په پام کې نیولو پرته د تطبیق وړ دي چې ددغو ډلو پر ضد اقداماتو او ځپونکو سیاستونو کې ښکیل دي.

د امریکا متحده ایالاتو په روان کال کې د چین د کمونیست ګوند په هغو مقاماتو باندې د ویزې د ورکړې محدودیتونه او مالي بندیزونه لګولي چې په شین ژیانګ کې د وحشتناکې ناوړه استفادې، تبت ته د امریکایي دپلوماتانو پر لاسرسي باندې د محدودیتونو د لګولو او بریتانیا-چین د ګډې اعلامیې په اساس د هانګ کانګ د وعده شوې خپلواکۍ د کمزورولو مسول دي. دغه اقدامات د چین د خلکو د مخ په زیاتیدونکې ځپنې په خاطر د چین د مسول ګڼلو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت د عزم ښکارندوی دي.

د امریکا متحده ایالات د زیات شمیر هغو کسانو تر څنګ ولاړ دي چې د خپلو اساسي حقونو څخه د استفادې د هڅې په خاطر د چین د کمونیست ګوند له خوا شکنجه او ځورول کیږي. پدغو کسانو کې وکیل ژو ژیونګ، د کلیسا کشیش وانګ یي، د مدني ټولنې فعال هوانګ چي، د ایغور پوهنتون استاد الهام توهتي، په هانګ کانګ کې د دموکراسۍ ملاتړی جیمي لای، ژبپو تاشي وانګچوک او تبتی سوداګر او زیات شمیر نور شامل دي.

د بهرنیو چارو وزیر پمپیو د هغوی "سمدستي آزادول غوښتي او د چین له مقاماتو څخه یې وغوښتل چې د چین د خلکو بشري حقونو او اساسي ازادیو ته چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په اساس ورڅخه برخورداره دي باید درناوی وکړي. "

XS
SM
MD
LG