Accessibility links

Breaking News

د لوکاشینکو رژیم مسول ګڼل


دا په بیلاروس کې د لوکاشینکو د رژیم یو ناوړه عمل و چې د مۍ په ۲۳ یې د اروپایي ټولنې د دوو غړو هیوادونو ترمنځ تجارتي پرواز په څرګنده پدې خاطر منحرف کړ چې بلاروسی ژورنالست رمان پتراتاسیویچ او فارغه شوې محصله صوفیه سپیګا ونیسي او بندي کړي.

په غبرګون کې متحده ایالاتو ، اروپایي ټولنې، کاناډا او بریتانیا سره په همغږۍ د لسګونو بیلاروسانو او بنسټونو پر ضد اقدام وکړ. هغوی چې په نړیواله ټولنه کې کار کوي چې د لوکاشینکو رژیم تاواني کړي څرګنده کړې یې ده هغه بندیزونه چې د لوکاشینکو په رژیم لګول شوي هغه هم د بیلاروس د خلکو د دوامداره شدیدې ځپنې په غبرګون کې دي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جون په ۲۱ دا یو ځل بیا په یوه اعلامیه کې تائید کړه هغه اقدامات چې د متحده ایالاتو له خوا ترسره شوي د «په بیلاروس کې په بشري حقونو، دموکراتیکو پروسو او اساسي ازادیو د برید په ګډون پدې هیواد کې د پرله پسې ځپنې په خاطر دي.»

په بیلاروس کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تر ټولو تازه رپوټ د لوکاشینکو د رژیم له لورې د بیلاروس د خلکو په وړاندې د سخت بد چلند او د ځپنې د نورو ډولونو یادونه کوي. د هغوی په ډله کې د لوکاشینکو د امنیتي ځواکونو په واسطه غیر قانوني یا استبدادي وژنې؛ په توقیف ځایونو کې شکنجه او سخت بد چلند؛ د بیان په ازادۍ، رسنیو او انټرنیټ باندې سخت بندیزونه؛ د خلکو نه وړتیا چې خپل حکومت په سوله ییزه توګه د ازادو او مناسبو انتخاباتو له لارې بدل کړي؛ او جدي فساد شامل دي.

د جون په ۲۱ د متحده یاالاتو د بهرنیو چارو وزیر بلینکن اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو وزارت په ۴۶ بیلاروسي چارواکو چې د جمهور رئیس له ادارې نیولي تر پوځ او قضا کې عمده حکومتي څوکۍ لري، د ویزې محدودیتونه لګولي دي. د مالیې وزارت هم په ۱۶ نورو افرادو او پنځو شرکتونو بندیزونه ولګول. وزیر بلینکن لیکلي، «دغو اشخاصو د ۲۰۲۰ کال د اګست د درغیو ډکو انتخاباتو وروسته او د هغه سره جوخت د اعتراض کوونکو، ژورنالستانو او سیاسي اپوزیسیون په وحشیانه ځپلو سره د بیلاروس خلکو ته په خپلو اعمالو سره زیان رسولی دی او یا یې دننه په بیلاروس او بهر کې د الکساندر لوکاشینکو د ځپونکو پالیسیو ملاتړ کړی دی.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس وویل: «مونږ د لوکاشینکو له رژیم څخه تر هغه د حساب ورکولو غوښتنې ته دوام ورکوو چې دغه ځپنه بنده شي...مونږ د ځپنې د پای ته رسیدو، د ټولو سیاسي بندیانو د سمدستي خوشې کیدو، د اپوزیسیون او مدني ټولنې سره د واقعي خبرو د کولو غږ کوو او همداشان د اروپا د همکارۍ د شورا د باتجربه ماموریت د رپوټ او د نړیوالې څارنې لاندې د ازادو او مناسبو ټاکنو غوښتنه کوو. مونږ د بیلاروس له خلکو سره د دموکرایتکې او سوکاله راتلونکې لپاره د هغوی سره دریږو او له رژیم څخه د هغوی د غوښتنې ملاتړ کوو چې د بشري حقونو او اساسي ازادیو درناوی وکړي.»

XS
SM
MD
LG