Accessibility links

Breaking News

د مطبوعانو د ازادۍ نمانځل


آزاد او خپلواکه مطبوعات حکومتونه حساب ورکولو ته اړ کوي، د واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه او فساد بربنډوي، او د خلکو د پوره خبرتیا په هکله د ډاډ په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. په زیات شمیر هیوادونو کې خبریالان د خپل راپور ورکولو له امله له تاوتریخوالي او یا بندي کیدو سره مخامخ کیږي.

د بیان د آزادۍ په برخه کې د ژورنالیستانو د مهم کار د پیژندنې په خاطر، د سږ کال د نوبل د سولې جایزه دوو خبریالانو د فیلیپین ماریا ریسا او د روسیې دیمیتري موراتوف ته ورکړل شوه. ولسمشر جو بایډن د ګټونکو په ویاړ په یو بیان کې وویل: "د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ډیر شمیر ژورنالیستانو په څیر ریسا او مراتوف په نه ستړي کیدونکي او بې ډاره توګه حقایق تعقیب کړي. دوی د واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي، د فساد د افشا کولو، او د شفافیت لپاره کار کړی. دوی د خپلواکو رسنیو په موندلو او د هغو ځواکونو په وړاندې چې د هغوی د چوپتیا په لټه کې دي ټینګه دفاع کوي.

ریسا او مراتوف، لکه د دوی د ډیرو همکارانو په څیر، رښتینو راپورونو ته د دوی ژمنتیا خپل قیمت ادا کړ. دوی د پرله پسې ګواښونو، ځورونې او ډارولو، جعلي قانوني اقدام او حتی د مراتوف په قضیه کې د هغه د همکارانو د وژلو هدف شوي وو.

متحده ایالات ګواښونه، هغه ځورونې او تاوتریخوالی غندي چې ژورنالیستان او د رسنیو کارکونکي د دوی د مسلک د ترسره کولو په وجه په نښه کوي. په مخ زیاتیدونکي توګه، دا ګواښونه چې د حکومتونو لخوا رامنځته کیږي د هغوی له پولو بلې خواته رسیږي، او د ډیجیټل څارنې د وسیلو څخه ناوړه ګټه اخیستنه چې د ژورنالیستانو ارتباطات او ځای تعقیبوي تر څو د حکومتي فساد یا جبر په اړه د راپور ورکولو لپاره د خبریالانو وړتیا محدوده کړي. د مطبوعاتو غړي باید د دوی د دندې ترسره کولو په خاطر ونه ګواښل شي، ونه ځورول شي، فزیکي برید پرې و نشي، یا ونه نیول شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرائس وویل، "اوس، د پخوا څخه ډیر، موږ باید د فزیکي بریدونو، آنلاین ځورونې، ډارونکو قضیو او تنظیمي فشارونو د مخ په زیاتیدونکي کارونې په وړاندې ودریږو چې په ټوله نړۍ کې د رسنیو خاموشولو لپاره کارول کیږي."

متحده ایالات به د رسنیو د غړو په ګډون پرته له کوم محدودیت څخه د بیان د ازادۍ ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغو کسانو سره حساب وکړي چې د مطبوعاتو پر ازادۍ برید کوي.

ولسمشر بایډن وویل: "ریسا، مراتوف او د دوی په څیر خبریالان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د حقیقت د نظریې لپاره د نړیوالې جګړې په لومړۍ کرښه کې دي." هغه زیاته کړه، "زه، هر جیرته د نورو خلکو سره یو ځای، د هغوی د بنیادي کار مننه کوم چې دا لار تعقیبوي."

XS
SM
MD
LG