Accessibility links

Breaking News

بشري حقونه د امریکا د بهرنۍ پالسۍ په محراق کې دي


 د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل، د جمهور رئیس جو بایډن اداره پدې باور ده چې د بشري حقونو ساتنه باید وشي، مدافعین یې وستایل شي او هغوی چې د بشري حقونو څخه سرغړونې کوي باید ورسره حساب کتاب وشي.

«لکه د بشري حقونو نړیواله اعلامیه یې چې څرګندوي: ټول بشري حقونه عمومي، شخصي، یو بل پورې تړلي او ګډ متاسبات دي.»

«د امریکا متحده ایالات دموکراسي او بشري حقونه زمونږ د بهرنۍ پالیسۍ په محراق کې ځای کړي، ځکه دا د سولې او ثبات لپاره اړین دي. دغه ژمنه ټینګه او زمونږ د دموکراسۍ په خپله تجربه کې انغښتې ده – که څه هم چې ناقصه او غالباً زمونږ د خپلو اهدافو نه وروسته پاته کیږي، خو بیا هم تل د لا ټول شموله، له درناوي ډک او ازاد هیواد لپاره هڅه کوو.»

همداشان دا یو عمده دلیل دی، یو له هغو دلیلونو څخه چې متحده ایالات نیت لري د ۲۰۲۲-۲۰۲۴ کلونو د دورې لپاره د بشري حقونو د شورا د څوکۍ لپاره د کاندیدیو نیت لري.

«مونږ به پدې تمرکز وکړو چې د شورا غړیتوب د بشري حقونو د غښتلي کیدو لپاره د لوړ معیار ښکارندوي وکړي. هغوی چې د بشري حقونو ډیر خراب ریکارډ لري باید ددې شورا غړي نشي. مونږ باید په ګډه کار وکړو چې د شورا کار او غړیتوب بهتر کړو تر څو دا (شورا) لا ډیر څهع وکړای شي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خلکو حقونه پرمختګ وکړي.»

زیات شمیر غړي هیوادونه د بشري حقونو ساتنه ستایي، حتی پداسې حال کې چې دوی د هغو ارزښتونو د خرابولو هڅه کوي چې له مخې یې د ملګرو ملتونو سازمان تاسیس شوی دی. د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وایي، «مونږ هر یو د شخاصو په توګه بشري حقونه اعطا کوو...ایالتونه ژمن دي چې دغه اساسي حقونه وساتي،»

«هغوی چې د اقتصادي پرمختیا د ترویج تر سادر (بالاپوش) لاندې په پټه د بشري حقونو نه سرغړونه کوي، د هغوی د شخصي بشري حقونو د سرغړونو په ګډون به ورسره حساب کتاب وشي. مونږ به په پرله پسې توګه د وینزویلا، نیکاراګوا، کیوبا او ایران په څیر ځایونو کې د بشري حقونو نه سرغړونې په ډاګه کړو. مونږ د روسیې پر حکومت باندې یو ځل بیا غږ کوو چې سمدستي او پرته له کوم شرطه الکسي ناوالني او همداشان په سلګونو نور روسان خوشې کړي چې په غلطه د خپلو بشري حقونو د تمرین پر وخت نیول شوي دي. مونږ به د نړیوالو ارزښتونو غږ پورته کړو کله چې په شینګ جیانګ کې بیرحمي کیږي او یا کله چې په هانګ کانګ کې اساسي ازادي تر پښو لاندې کیږي.»

وزیر بلینکن وایي، «د امریکا متحده ایالات په بشپړه توګه د بشري حقونو نړیوالې ساتنې او ترویج ته ژمن دي.»

«مونږ دیته سترګې په لار یو چې پدې چوکاټ کې او د ټولو سیمو لپاره د غیرې دولتي مؤسسو سره د ملګرو او شریکانو سره په همغږۍ او ګډه کار وکړو چې ډاډمن شو چې شورا خپله ژمنه پر ځای کړي او په موثره توګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بشري حقونو لپاره کار وکړي.»

XS
SM
MD
LG