Accessibility links

Breaking News

په امریکا کې د جمهوري ریاست د لوړې مراسم


د جنورۍ په ۲۰ جوزف رابینت بایدن جونیر د امریکا د متحده ایالاتو د ۴۶م جمهور رئیس په توګه لوړه وکړي. د لوړې وروسته ښاغلی بایډن د ۷۸ کالو او ۶۱ ورځو په عمر سره به تر دې دمه د امریکا تر ټولو مسن جمهور رئیس وي. د ښاغلي بایډن مرستیاله پخوانۍ سناتوره کاملا هریس به لومړنۍ ښځه او لومړنۍ امریکایي وي چې افریقايي او د جنوبي اسیا رېښې لری او د امریکا د جمهوري ریاست مرستیاله کیږي.

البته د امریکا د متحده ایالاتو د ۴۶ جمهور رئیس لوړه به له څو اړخو غیر معمول وي. هماغسې چې دود دی، منتخب جمهور رئیس جوبایډن او د جمهور رئیس منتخبه مرستیاله هریس به د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د ودانۍ په لویدیځه غاړه کې د واشنګټن ډي سي ښار د ملي پارک په شنه ساحه کې لوړه وکړي. د ۱۹۸۱ کال راهیسې دود داسې دی چې لوړې ته بلل شویو میلمنو او د کانګرس غړو ته څوکۍ په زینو او د کانګرس په انګړ کې ایښودل کیږي. پخوا پدغو مراسمو کې سناتورانو او د کانګرس د استازو خونې غړو ته ۲۰۰ زره او یا له هغه څخه زیات بلنلیکونه/ټکټونه ویشل کیدل چې خپل موکلین دغو مراسمو ته را وبولي، خو د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي د لګول شویو محدودیتونو په خاطر سږکال هر یو امریکایي وکیل یواځې یو اضافي ټکټ ترلاسه کوي. د کانګرس په انګړ کې به د ۳۰۰۰ څخه زیاتو کسانو شتون ته اجازه ورنکړل شي.

پخوا شاوخوا ۱.۸ میلیون کسانو د واشنګټن ډي سي د ملي پارک په شنه ساحه کې د هیواد د نوې رهبرۍ د تائید مراسمو ننداره او نمانځنه کوله. خو سږکال داسې ندي. وروسته له دې چې د لوړې مراسم ترسره شول، ۸۰ فیصده جشنونه به په مجازي توګه او په تلویزیونونو کې خپاره شي چېخلک په کې په حضوري ډول ګډون نشي کولی، د لوړې مراسمو رسم ګذشت او "د قطعې معاینه" چې د واک د سوله ییز انتقال یو نمایشي دود دی او په کې نوی جمهور رئیس یو ډله پوځي منسوبین تفتیش کوي، پدغو مراسمو کې شامل دي. د جمهور رئیس په لومړنیو وظیفه کې راغلي چې د امریکا خلک به مصوون ساتي، که بهرني ګواښونه وي او که داخلي ورانکاري یا هم کروناویروس.

پدغې لوړې سره جمهور رئیس د امریکا د متحده یالاتو اساسي قانون ته خپله وفاداري تائیدوي. د هغه شخصي احساسات، ګوندي وفاداري یا مذهبي اعتقادونه هر هغه شان چې وي هغه ددغو بنسټیزو قوانینو د مندرجاتو په مراعت کولو مکلف دی. کله چې جمهور رئیس لوړه وکړه هغه په هر ځای کې د ټولو امریکایانو جمهور رئیس دی، پرته له دې چې ټولو هغه ته رایه ورکړې یا نه او یا دا چې هغوی د نوي جمهور رئیس له پالیسیو سره موافق دي او که نه. د لوړې له مراسمو وروسته جمهور رئیس د امریکا ملي شعار ته پام اړوي.

XS
SM
MD
LG